د لاس رسي وړ اتصالات

د کوویډ ۱۹ آزمایښتي واکسین هیله بخښونکې نتیجه ورکړې - راپور


د کرونا ویروس د واکسین لپاره هلې ځلې ډیرې شوي دي
د کرونا ویروس د واکسین لپاره هلې ځلې ډیرې شوي دي

امریکايي څیړونکي وايي د کروناویروس آزمایښتي واکسین د مطالعاتو په لومړي پړاو کې هیله بخښونکې نتیجه ورکړې ده.

دغه احتمالي واکسین د امریکا د ساري او مکروبي ناروغیو د انستیوت له خوا جوړ او په امریکا کې د میشتې "موډیرنا" په نامه د بایو ټکنالوژي کمپنۍ له خوا تولید شوی دی.

هغه راپور چې د سه شنبې په ورځ د ( جولای ۱۴) په رسنیو کې خپور شو، ویل شوي چې څیړونکو د ازمایښتي واکسین دوه دوزه، ۴۵ داوطلبو کسانو ته چې سنونه یې له ۱۸ تر ۵۵ وو، ورکړي دي.

څیړونکي وايي واکسین د هیڅ یو داوطلب لپاره جدي جانبي عوارض نه درلودل، خو له نیمايي څخه زیاتو ویلي چې لږ او یا هم په منځنۍ کچه یې د زړه بدي، سردردي، لړزه او د عضلاتو د درد په شان عکس العمل درلود او هغه ځای چې پیچکارۍ پکې شوې وه، خوږیده.

په انسانانو کې د واکسین د نتیجې معلومول د هغه آزمایښت لومړۍ برخه وه چې وکتل شي واکسین په ټیټ، منځني او لوړ دوز کې څومره خوندیتوب رامنځ ته کوي او د دفاعي سیستم په رامنځ ته کیدو کې څومره قدرت لري.

د واندر بیلټ پوهنتون د مکروبي ناروغیو متخصص ډاکټر ویلیم شیفر وايي: "دا لومړی ګام دی، خو دا په زړه پورې لومړی ګام دی."

"موډیرنا" کمپنۍ اوسمهال د واکسین د دویم فاز په ازماښت کې ده کوم چې په ډیرو داوطلبو کسانو کې به یې موثریت وکتل شي.

کمپنۍ به د جولای په ۲۷ نیټه د ازمایښت دریم فاز هم پیل کړي کوم چې ۳۰ زره داوطلب کسان به پکې واکسین شي. دا تر اوسه د کوویډ نولس د احتمالي واکسین لپاره تر ټولو لوی مطالعات دي.

د "جانسن جانسن" په نامه هم د بایوټکنالوژي یوه بله کمپنۍ ټاکل شوېده د جولای تر پایه په انسانانو کې د واکسین وروستی ازمایښتي پړاو پیل کړي.

د کرونا ویروس د بیا زیاتیدو اندیښنې

د واکسین د جوړیدو په اړه خبرونه په داسې حال کې رارسیږي چې د نړۍ په مختلفو سیمو کي هیوادونو د کرونا ویروس د بیرته زیاتیدو له امله د اجتماعي واټن او قرنطین محدودیتونه وضع کړي دي.

کرونا ویروس تر اوسه یوازې په امریکا متحده ایالتونو کې کابو یوسلو څلویښت زره کسان وژلي او له درې میلیونه او پنځه سوه زره څخه ډیر کسان په ویروس ککړ شوي چې اکثریت یې بیرته روغ شوي دي.​

XS
SM
MD
LG