بې پولې خبریالان: د افغانستان په ګډون نړۍ کې د خبریالانو ځپل روان دي

عکس (ارشیف)

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان [ار ایس ایف] د رسنیو د وضعیت په اړه ویلي، چې په ټوله نړۍ کې خبریالان د یو اضطراري حالت او په پرله پسې ډول د ګواښونو سره مخ دي.

ددغه سازمان د مرستو د چارو مسوول انتوان برنارد د سه شنبې په ورځ سپټمبر۲۶( تلې څلورم) ویلي، چې د معلوماتو د ازادۍ په وړاندې اوهغه کسان چې په نړۍ کې معلومات خپروي په پرله پسې ډول د ګواښونو سره مخ دي، چې ورڅخه ملاتړ هراړخیزو اقدماتو او مرستې ته اړتیا لري.

ښاغلي برنارد، چې د خبریالانو څخه د ملاتړ لپاره د یو کمپاین د پیلولو غونډې ته یې خبرې کولې په ایران او افغانستان کې د خبریالانو پرله پسې ځپلو ته په اشارې وویل، چې د روسیې له خوا ناسم معلومات، د اقلیم د اغیزو پر مهال د امازون په حوزه کې د خبریالانو په وړاندې ګواښونه، په نړۍ کې په خپلسر د زیات شمیر خبریالانو نیول کیدل ددغه کمپاین کې د عمده مسلوپه توګه یاد کړل.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان دغه چارواکي وویل:" د مصنوعي زیرکتیا څخه ناسمه ګټه اخیستنه، د نړیوال مشارکت پیاوړتیا یا د ټولو لپاره د معلوماتو د حق څخه ملاتړ هغه مسایل دي، چې مونږ زیاتې انرژۍ سره کارته هڅوي".

همداشان هغه روان ۲۰۲۳ کال د خبریالانو لپاره یو ستونزمن کال په توګه یاد کړ او ویې ویل، چې په مالي کې د نیول شوي خبریال الیویه دوبوا خوشې کیدل، په کامرون کې د مارتینز زوگو په نوم د خبریال د مړینې افشا کیدل او د طالبانو له بند څخه د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خوشې کیدو لپاره نړیوال کمپاین په دې برخه کې د نمونې په توګه یاد کړل.

مرتضی بهبودي د تیر ۱۴۰۱ کال د جدي په ۱۵ کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی دی او له هغې نیټې راهیسې لا هم د طالبانو په بند کې دی.

ددغه سازمان د مرستو د چارو مسوول انتوان برنارد د مرتضی بهبودي د خلاصون غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د هغه سربیره یو شمیر نور افغان خبریالان او د مدني ټولنې فعالان لا هم د طالبانو په بند کې ورځې شپې تیروي.

د بې پولې راپور ورکوونکو د سازمان د شمیرونو له مخې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې تراوسه په نړۍ کې ۱۹ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ددغه سازمان د معلوماتو له مخې شاوخوا ۵۱۶ خبریالان او د رسنیو ۲۲ کارکوونکي په ټوله نړۍ کې بندیان شوي دي.

چین د خبریالانو د نیولو په برخه کې د ۱۰۹ خبریالانو په نیولو سره لومړی مقام کې دی، چې د چین وروسته بیا میانمار د ۸۰ خبریالانو په نیولو دوییم او د سوریې رژيم د ۷۹ خبریالانو په نیولو سره درییم مقام ترلاسه کړی دی.

د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې د رسنیو د ازادۍ په اړه د ارایس ایف د سازمان ارزونې ښيي، چې په ۳۱ هیوادونو کې د بیان ازادي ډیره جدي، په ۴۲ هیوادونو کې بده، په ۵۵ هیوادونو د ګواښونو سره مخ ده او په ۵۲ نورو هیوادونو کې د رسنیو د ازادي ښه او د رضایت وړ ده.

ددغې ارزونې له مخې ناروې د لیست په اول کې او شمالي کوریا ددغه سازمان د لیست په اخیر کې ځای لري. افغانستان په دغه لیست کې ۱۵۲ نمبر باندې ځای نیولی دی.