د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی ورک شوی خبریال پنځه میاشتې وروسته پیدا شو


عمران ریاض خان د مې په میاشت کې پولیسو نیولی و او د ځای ځایګي په هکله یې هیچا ته معلومات نه و.
عمران ریاض خان د مې په میاشت کې پولیسو نیولی و او د ځای ځایګي په هکله یې هیچا ته معلومات نه و.

په پاکستان کې په ملي کچه یو نوموتی خبریال عمران ریاض خان چې څه باندې پنځه میاشتې وړاندې پولیسو نیولی و او د مرګ او ژوند هیڅ درک یې نه و څرګند، دوشنبه سپټمبر ۲۵ (تلې ۳) بیرته خپل کور ته ستون شوی.

د ښاغلي ریاض مدافع وکیل او پولیسو د هغه خوشې کیدل تائید کړي.

پولیسو دا خبریال د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مې د میاشتې په ۱۱ مې د پنجاب ایالت د سیالکوټ په هوایي ډګر کې پداسې حال کې ونیوه چې هغه غوښتل د پولیسو د نیول کیدو څخه د ځان بچ کولو لپاره د هیواد څخه د باندې ولاړ شي.

پاکستاني چارواکو هغه پدې تورن کړی و چې خلک یې تشدد کولو ته هڅولي و.

د سیالکوټ پولیسو د اکس په ټولنیزې شبکې کې ویلي چې دا ۴۷ کلن خبریال" په خوندي توګه موندل شوی او بیرته د خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی".

د څو پرله پسې استماعیه غونډو وروسته قاضي تیره اوونۍ پولیسو ته وروستی خبرداری ورکړی و چې دا ورک خبریال پیدا کړي او د سه شنبې په ورځ یې محکمې ته وړاندې کړي.

پولیسو پدې هکله نور جزیات ندي ورکړي چې دا خبریال یې له کوم ځای څخه موندلی او پدې هکله یې هم څه ندي ویلي چې آیا هغه د پولیسو یا کومې بلې امنیتې ادارې سره بندي و.

خو د عمران ریاض مدافع وکیل میا اشفاق علي بیا په اکس ټولنیزې شبکې کې د ښاغلي ریاض یو انځور خپور کړی چې پکې ښودل کیږي هغه د خپلې کورنۍ سره یو ځای دی.

مدافع وکیل د انځور سره یو ځای لیکلي، " د بې شمیره چیلنجونو او کمزورې قضایه قوې له کبله د (عمران ریاض خان) قضیې ډیرې وخت ونیوه."

علي امریکا غږ سره په خبرو کې د عمران ریاض په روغتیایي وضعیت د څرګندونو څخه ډډه کړې او پدې هکله یې هم څه ندي ویلي چې په مؤکل یې په زندان کې څرنګه حالات تیر شوي. هغه ویلي چې پدې هکله خبرې کول د وخت څخه مخکې خبر ده.

خو دې مدافع وکیل دومره وویل چې نه غواړي په اوس وخت کې پخپل موکل نور بوج هم واچوي ځکه چې هغه په ښه وضعیت کې ندی. مدافع وکیل وویل، " هغه ۲۲ کیلو ګرامه وزن بایللی او په ذهني او جسماني توګه بیرته رغیدو لپاره وخت ته اړتیا لري. د اوس لپاره د هغه روغتیایي حالت بیرته ښه کیدل او پخواني حالت ته ګرځیدل تر هر څه مهم دي."

د پاکستان سرپرست حکومت هم تر دې دمه د عمران ریاض په خوشې کیدو څه ندي ویلي او پدې باره کې یې هم څه ندي ویلي چې هغه چا او چیرته بندي کړی او ساتلی و.

عمران ریاض داسې مهال ونیول او بې درکه شو چې په پاکستان کې چارواکو د مخکني صدراعظم عمران خان د پلویانو سخت ځپل پیل کړي و.

دې خبریال تر نیول کیدو وړاندې د پاکستان یو تلویزیوني شبکې او خپل شخصي یوټیوب چینل کې د خبرو اترو پروګرامونه پر مخ وړل.

د عمران ریاض د کورنۍ غړیو د هغه تر غیب کیدو سمدستي د لاهور عالي محکمې کې عریضه وکړله او ادعا یې وکړله چې پولیسو نیولی خو پولیسو وروسته محکمې ته وویل چې دا خبریال ورسره بندي ندی او تر نیول کیدو ۲۴ ساعته وروسته خوشې شوی و.

له همدې کبله داسې شکونه لا ډیر شوي چې ښایي د پاکستان پوځ چې پدې هیواد کې ډیر واک لري، د عمران ریاض په تښتول کیدو او غیب کیدو کې لاس ولري خو پوځ د هماغې ورځې راهیسې چې دا خبریال غیب شوی، پدې هکله یې هیڅ ندي ویلي.

د پاکستان په امنیتي ادارو د پخوا راهیسې دا تور دی چې هغه خبریالان ډاروي او ځوروي چې په سیاست کې د پوځ په لاس وهنې انتقادونه کوي.

د خبریالانو د حقونو مدافعین وایي چې پاکستان د خبریالانو لپاره خوندي ځای ندی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه چې مرکز یې په امریکا کې دی وایي چې د ۱۹۹۲ میلادي کال راپدیخوا په پاکستان کې لږ تر لږه ۹۷ خبریالان د خپل کار له وجې وژل شویدي خو پدې هکله داسې پلټنې ندي شوي چې مرتکبینو ته پکې سزا ورکړل شوې وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG