بایډن اوکراین ته په روسیې کې د برید لپاره د امریکایي میزایلو د کارولو اجازه ورکړه- راپورونه

واشنګټن کیف ته اوږد واټن وېشتونکي میزایل ورکړي.

امریکايي رسنیو د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم۲۷) راپور ورکړ چې ولسمشر جوبایډن په لومړي ځل اوکراین ته اجازه ورکړه چې د متحدو ایالتونو اوږد واټن وېشتونکي میزایل د روسیې په خاورې کې دننه په بریدونو کې استعمالولای شي. واشنګټن کیف ته دا وسلې ورکړې دي.

دا د اوکراین د جګړې په اړه د امریکا په بهرنۍ تګلارې کې یو لوی بدلون دی، خو سپینې ماڼۍ لا د دغه راپور تر لیکلو پورې په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د یکشنبې په ورځ روسیې د اوکراین د برېښنا په تاسیساتو باندېلوی بریدونه وکړل. یوې سرچېنې فرانس پرس خبري اژانس ته تائید کړه چې له دغو بریدونو څخه څو ساعته وروسته ولسمشر بایډن اوکراین ته دا اجازه ورکړه.

دغې سرچېنې، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د نیویارک ټایمز او واشنګټن پوست راپورونه تائید کړل چې د اوکراین په جګړې کې د امریکا په تګلارې کې لوی بدلون راغلی دی.

پولنډ، چې د اوکراین ګاونډی دی او میلیونونه اوکراینیان په کې کډوال دي، لومړی هېواد دی چې د امریکا د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلا سیکورسکي په خپل ایکس کې لیکلي دي: «د اوکراین او روسیې په جګړې کې د شمالي کوریا د ځواکونو داخلېدل او د روسیې له لویو میزایلي بریدونو څخه وروسته، ولسمشر بایډن په هماغه ژبه (چې د روسیې ولسمشر) پوهېږي، ځواب ورکړ.»

دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې د ولسمشر بایډن د جمهوري ریاست دوې میاشتې پاتې دي او ټاکل شوې د جنورۍ په ۲۰ مه نېټه ډونالډ ټرمپ د نوي منتخب ولسشمر په توګه لوړه وکړي.

نوي منتخب ولسمشر له اوکراین سره د امریکا د مرستو د دوام په اړه شک څرګند کړی او د جزیاتو له ورکولو پرته یې ادعا کړې چې په اوکراین کې د روسیې جګړه به د خپل جمهوري ریاست د دورې تر پیل مخکې ختموي.

اوکراین له څو میاشتو راهېسې له متحدو ایالتونو څخه غوښتل چې اجازه ورکړي د «پوځ تکتیکي میزایل سیستم» په نوم د اوږد واټن وېشتونکو میزایلو د استعمال په اړه موافقه وکړي، چې په اوکراین باندې د روسیې د هوايي او ځمکنیو بریدونو مخه ونیسي.

د راپورونو په اساس، دا پرېکړې روسیې ته د شمالي کوریا د ځواکونو د استولو په ځواب کې شوې ده. د پیوینګ یانګ ځواکونه د کورسک په سرحدي سیمه کې د روسیې له پوځ سره اوږه په اوږه جګړه کوي، کیف دا سیمه د اګست په میاشت کې ونیوله او د روسيې پوځي قومانده یې حیرانه کړه.

ډونالډ ټرمپ د سپتمبر په میاشت کې له خپلې دیموکراتې سیالۍ کاملا هریس سره د جمهوري ریاست په انتخاباتي مناظرې کې په دې اړه پوښتنه په مستقیم ډول ځواب نه کړه چې ایا غواړي اوکراین د روسیې په ضد جګړه وګټي، خو دا خبره یې وکړه چې «زه غواړم جګړه ودرېږي».

هغه زیاته کړه چې په جګړې کې «میلیونونه خلک» وژل کېږي، دا شمېر د تلفاتو د هغو شمېرو څخه زیات دی چې تر دې دمه تائید شوي، سره له دې چې ځینې وړاندوینې شته چې په دغې جګړې کې د روسیې او اوکراین یو میلیون سرتېري وژل شوي ‌او ژوبل شوي دي.

ډونالډ ټرمپ دا خبره هم کړې وه که انتخاب شو، د کاري ‌دورې تر پیل مخکې به په یوې معاملې مذاکرات پیلوي او ویې ویل چې د روسیې په ضد له اوکراین سره د متحدو ایالتونو مرسته «له درېیمې نړیوالې جګړې سره لوبې کول» دي.

په دغې مناظرې کې دیموکراتې کاندیدې کاملا هریس ویلي وو که ډونالډ ټرمپ په واک کې وای او روسیې په اوکراین باندې یرغل کړی وای، «پوتین به اوس په کیف کې ناست و او په ټولې اروپا باندې به یې سترګې ښخې» وې او په داسې یو وضعیت کې به د روسیې ولسمشر د پولنډ په لوري هم خوځېدلی وای.

په روسیې باندې د اوکراین د یرغل شاوخوا ۳۳ میاشتې کېږي، متحده ایالتونه او ایتلافیان یې په دغې جګړې کې له کیف سره ولاړ دي او پوځي او بشري مرستې ورسره کوي چې د مسکو په ضد جګړه وګټي.