افغانستان کې د ملګر ملتونومرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" او ددغې ټولنې د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د بغلان ولایت د نهرین په ولسوالۍ کې په یو جومات کې وسله وال برید په سختو ټکو غندلی او ویلي دي چې لا هم په افغانستان کې مذهبي اقلیتونه د جدي ګواښونو سره مخ دي.
افغانستان کې د ملګر ملتونومرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د شنبې په ورځ نومبر ۲۳( قوس درېیم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي چې دا اداره د نهرین په جومات کې دا برید چې په پایله کې یې لس کسان وژل شوي غندي.
یوناما ویلي: " یومان د حاکمو مقاماتو[طالبانو] څخه ددې پیښې د بشپړې پلټنې غوښتنه کوي او همدارنګه په راتلوونکې کې ددغسې پیښو د مخنیوي غوښتنه کوي ترڅو د ټولنو د امنیت د خوندیوب څخه ډاډ ترلاسه شي".
افغانستان لپاره د ملګر ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ هم د جمعې په ورځ ناوخته نومبر ۲۲( قوس دوېیم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه په یو خپور کړي پیغام کې د نهرین د ولسوالۍ برید د قربانیانو کورنیو سره ژوره خواخوږي ښودلې او دا برید یې ویرونکی ګڼلی دی.
هغه ویلي: " پرون د افغانستان د بغلان د ولایت د نهرین د ولسوالۍ په یو جومات کې د صوفي طریقې پیروانو وژل کیدل د افسوس وړ دي. زه د قربانیانو کورنیو سره غمشریکي څرګندوم مذهبي اقلیتونه د ستر ګواښ سره مخ دي. ټول افغانان په سوله کې د عبادت حق لري. د مخنیوي، ساتنې او د عدالت نورو هڅوته اړتیا ده".
د بغلان ولایت د نهرین په ولسوالۍ کې ځايي سرچینو د جمعې په ورځ، نومبر۲۲ (لیندۍ دوېیمه) وویل چې ناپیژاندو وسله والو په یو جومات کې ۱۱ کسان وژلي دي.
عیني شاهدان وايي چې پیښه د پنجشنبې د شپې ناوخته په زاړه نهرین کې د سید پاچا اغا په زیات کې دننه په یو جومات کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو شمیر عبادت کوونکي په ذکر بوخت وو.
ددغې سیمې یو مخور حاجي ارباب نقشبندي امریکا غږ ته وویل چې د پیښې پر مهال په دغه جومات کې ۱۱ تنه د ذکر د حلقې لپاره راټول شوي وو، چې یو وسله وال جومات ته ورننوت او په راټولو شويو کسانو یې ډزې وکړې.
هغه وویل: "د جومات په دننه کې یې د ذکر حلقه لرله، نن شپه یې ذکر درلود. متاسفانه متاسفانه چې نن شپه د هغوی شمیر لس یوولس تنه وو، هر وخت به ۲۰- ۳۵ کسان په کې ټولیدل... یو څوک راځي او جومات ته ننوځي او د جومات په کونج کې ټول ضربه کوي او له منځه وړي."
د نقشبندي د وینا له مخې، له پیښې څخه د سیمې اوسیدونکي هغه مهال خبر شول، چې د جمعې د ورځې د سهار لمانځه لپاره خلک دغه جومات ورغلل. عیني شاهدان وايي چې د طالبانو امنیتي ځواکونه سهار مهال د پیښې ځای ته ورغلي او پلټنې یې پیل کړي دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت دا برید تائید کړی دی. ددغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د فرانس پریس خبري ژادنس ته ویلي چې یو وسله وال کس د نهرین ولسوالۍ په یوې لرې پرته سیمې کې د یو زیارت په مذهبي مراسمو پر مهال ډزې کړې دي، چې له امله یې ۱۰ تنه وژل شوي دي.
دغه برید ته د افغانستان د پخواني حکومت ځینو چارواکو هم غبرګونونه ښودلي دي.
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزي دا برید یو" تروریستي او بشریت پر وړاندې جنایت" بللی او په سختو ټګو یې عندلی دی. پخواني جمهور رئیس چې دا مهال د سترګو د درملنې لپاره له کابل څخه جرمني ته تللی ددې برید د قربانیانو حکورنیو سره هم خواخوږي ښودلې ده.
د افغانستان پخواني لوی څارنوال فرید حمیدي د بغلان په ولایت کې د تصوف په پیروانو باندې دا برید غندلی او په افغانستان کې یې د مذهبي او قومي اقلیتونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او کرکیې د پراخیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
حمیدي ویلي: " په ډیرې خواشینې سره چې په تیرو لسیزو کې د تاوتریخوالي د افکارو او ایډیالوژۍ د شعارونو لرونکو، تکفیري او افراطي تروریستي ډلو په راتګ سره د دین څخه د دفاع تر نوم لاندې د رښتینو او سوله خوښوونکو مسلمانانو د وینو حمامونه په لاره اچولي. د افغانستان وضعیت، اما د ټولو اسلامي ټولنو څخه په ډیر بد حالت کې دی. په داسې یوهیواد کې چې په کې د مذهبي جګړې اوتاوتریخوالي هیڅ نښه نه لیدل کیدله. نن هره ورځ د تاوتریخوالي او د مذهبي او قومي کرکیې د پراخیدو شاهد دی".
حمیدی ویلي چې طالبان چې پخپله په جوماتو، تکیه خانو، خانقاګانو او د مسلمانانو په نورو عبادت ځایونو کې د تاوتریخوالي په ترسره کولو پر اساس افغانستان کې واک ته رسیدلي ددغه ویروونکي جنایت اصلي عاملان دي.
د پخواني رژیم د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د ایکس په پاڼه ددغه برید په تړاو د بیطرفه پلټنو غوښتنه کړې ده.
هغه لیکلي: " په داسې حال کې چې د خپلې خواخوږۍ مراتب زیان لیدونکو هیوادوالو ته وړاندې کوم د بیطرفه نړیوالې پلټنې غوښتنه کوم. دغې پیښې یو ځل بیا د افغانستان د خلکو د دښمنانو جنایتکارانه نیت اود خلکو د امنیت د خوندي کیدو په برخه کې د اوسني تحمیلي حاکمیت د تاسف وړ ناتواني وښودله".
یو شمیر نورو پخواني سیاسي څیرو هم په ټولنیزو شبکو کې په جلا جلا پیغامو کې دا برید غندلی او د پیښې له قربانیانو د کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده او د افغانانو د امنیت په خوندیوب یې ټینګار کړی دی.
تراوسه هیڅ کومې ډلې ددغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. دمخه د تصوف د پیروانوپه جوماتونو باندې د تیرو شویو دغسې بریدونو مسوولیت د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" وسله والې ډلې په غاړه اخیستی وو.