بنیټ: افغانستان کې د نجونو او ښځو سره ظلم په سیستماتیک عمل بدل شوی

ریچارد بنیټ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو سره ظلم په یو سیستماتیک عمل بدل شوی او نوموړی دې نتیجې ته رسیدلی چې دا وضعیت د بشریت ضد جنایت سره برابر دی.

بنیټ د سه شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۹) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ.

هغه امریکا غږ ته په دې اړه وویل: "د بشري حقونو شورا له ما وغوښتل چې دا راپور چمتو کړم. ما موندلې چې د نجونو او مېرمنو له حقونو څخه د طالبانو له لخوا په سیستماتیکه توګه سرغړونې زیاتې شوې دي. دا کار به په نسلونو او د ټولنې په ګڼو برخو اغیز وکړي. د نجونو او ښځو سره ظلم په یو سیستماتیک عمل بدل شوی دی."

له امریکا غږ سره په مرکه کې بنیټ وویل چې د رسنیو پام د افغانستان له روان وضعیت څخه نورو مسایلو ته اوښتی دی. هغه له امریکا غږ څخه مننه وکړه چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو اړوند مسایل پوښي.

بنیټ وویل: "لا هم افغانستان په نړیواله اجنډا کې شامل دی، خو په اړه یې زیات په خبرونو کې څه نه ویل کیږي. زه غواړم تاسو ته یادونه وکړم، زه له امریکا غږ څخه مننه کوم چې د افغانستان پر مسایلو خبرونه خپروي. زیات شمېر خبري اژانسونه په کافي اندازه د افغانستان په اړه خبرونه نه خپروي. هغوی نورو لویو مسایلو ته پوښښ‌ ورکوي، لویو جګړو ته پوښښ ورکوي. فکر کوم دا ډېره مهمه ده چې د نړۍ په کچه خلک د افغاستان د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي."

د بنیټ دا راپور په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۶مه غونډه کې وړاندې شو. د بشري حقونو د شورا په دې غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو د دغه راپور له خپرېدو سره له افغان ښځو او نجونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

بنیټ هغو محدودیتونو ته په اشارې سره چې طالبانو د ښځو پر حقونو، په ځانګړې توګه د زده کړې او کار په حق لګولي دي، ویلي چې "تبعیضي چلند، جلاوالی راوستل، انساني کرامت ته بې احترامي، د ښځو او نجونو حذفول او له امله یې زیانونه باید د انسانیت ضمیر ته ټکان ورکړي."

په راپور کې زیاته شوې ده: "په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی سخت دی، او زه دې نتیجې ته رسیدلی یم چې د جنسیت پر بنسټ دا تاوتریخوالی د بشریت ضد جرم ګڼل کیدای شي. په هغه مشورتي غونډو کې چې ما له قربانیانو په ځانګړي ډول له ښځو سره درلودې، دوی ټینګار وکړ چې د جنسیتي اپارتاید د دوی د تجربو د څرګندولو لپاره تر ټولو سمه اصطلاح ده او دوی غواړي چې د طالبانو دغه عمل د بشریت ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژندل شي."

په دغه راپور کې زده کړې، کار، روغتیا او عدالت ته د ښځو او نجونو د لاسرسي د اساسي حقونو برسېره، د بنیټ په خبره، "هغو نړیوالو قوانینو ته کتنه شوې چې طالبان ورڅخه سرغړونه کوي."

د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیاواکمن کېدو وروسته طالبانو د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو دروازې وتړلې او د ۲۰۲۲ په دسمبر کې یې نجونې پوهنتونونو ته له تګ څخه منع کړې.

له هغه راهیسې په افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړې په برخه کې ګڼ نور محدودیتونه هم پلي شوي دي. په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال د جون او ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې طالبانو شاوخوا ۵۲ فرمانونه صادر کړي چې په ټول هېواد کې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.

په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل: "په دې راپور کې د راتلونکې په اړه هم بحث شوی او داسې وړاندیزونه شوي چې طالبان باید څه وکړي او نړیواله ټولنه څنګه کولای شي دا وضعیت قابو کړي."

طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د ریچارډ بنیټ د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ویلي چې په افغانستان کې د خلکو حقونه د اسلامي قوانینو په رڼا کې خوندي دي.