رینا امیري لوګر کې پر۱۴کسانو د طالبانو له خوا د درو وهلو د حکم تطبیق وحشتناک بللی

افغانستان کې د ښځو د حقونو او بشري چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو د حکومت له خوا د لوګر په ولایت کې پر ۱۴ کسانو باندې د شرعي حدودو تطبیق ته غبرګون ښودلی او هغه یې "وحشتناک او خطرناک" اقدام بللی دی.

رینا امیري د پنجشنبې په ورځ نومبر۲۴ ( لیندۍ درییم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دا اقدامات د نړۍ پر وړاندې د طالبانو د سرکشۍ د زیاتیدو او خپلو پخوانیو سیاستونو ته د ستنیدلو څرګندونه کوي.

د لوګر په ولایت کې د طالبانو یو ولایتي چارواکي ویلي، چې د محکمې د حکم پر اساس پر دریو ښځو او یوولس سړیو، شرعي حدود چې په غلا او " اخلاقي جرمنو" کې ښکیل و د درو په وهلو ورته سزا ورکړل شوه.

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رفیع الله صمیم د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، چې د مجازاتو اکثره حد ۳۹ درې وې، چې په عام محضر کې شرعي حدود تطبیق شو.

افغانستان کې د ښځو د حقونو او بشري چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې د طالبانو دا اقدامات دا ښيي، چې هغوی د خپلې تیرې دورې سیاستونو ته ستنیږي.

میرمن امیري ویلي، چې د طالبانو لپاره د هغوی تیرو سیاستونو ښه پایلې نلرلې او هغوی یو ځل بیا په دغو اقداماتو افغانستان یو خطرناک لورې ته بیايي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده روانه میاشت قاضیانو ته امر وکړ چې په بشپړ ډول شرعي حدود چې په عام محضر کې قصاص، سنګسار، د غلو د لاس پرې کول او په درو وهل هم پکې شامل دي، عملي کړي.

د طالبانو مشر قضیانو ته څرګنده لارښونه وکړه چې د غلو، برمته کوونکو او "شر اچونکو" دوسیې په دقت سره وڅیړي.

هغه زیاته کړې:" هغه قضیې چې پکې د شرعي حدودو او قصاص ټول شرایط پوره شوي وي، تاسې یې پلي کیدو ته موظف یاست."

د طالبانو د حکومت دغو اقداماتو ته په نړیواله کچه د بشري حقونو د ملاتړ ادارو غبرګونونه ښودلي دي. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک پخواني کمیسیون رئیسې شهرزاد اکبر په دې اړه ویلي، چې " ددې خبر په لوستلو مې بدن کې درد خپور شوی دی. ټولو هغو ماشومانو په اړه فکر کوم، چې په داسې یو هیواد کې رالویږي ، چې حاکمان یې انسانانو ته د درو وهل د عدالت پلي کیدل ګڼي".

ددې وړاندې د اروپايي پارلمان مشرې روبرتا متسولا، د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي وغندل او خبرداری یې ورکړ چې ډېر ژر به په عام محضر کې درانه مجازات له سره پيل شي.

میرمن متسولا د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د اروپايي پارلمان په عمومي ناسته کې وویل چې له کندهار ولایت څخه رسېدلي راپورونه ښيي چې نړۍ به ډېر ژر په افغانستان کې د درنو مجازاتو، اعدام او سنګسار شاهده وي.

له دې مخکې که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیو ګانې خپرې شوي دي او ویل شوي‌ چې طالب جنګالي پر یو شمیر کسانو شرعي حدود جاري کوي خو دا لومړی ځل دی چې طالب چارواکي د محکمې د حکم پر اساس د دا ډول حدودو د جاري کیدو پخلی کوي.

دمخه تیره اونۍ د تخار په ولایت کې هم سیمه ییزو رسنیو کې د شرعي حدودو د تطبیق په اړه رپوټونه ورکړل شوي و.

طالبانو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال په منظم شکل په عام محضر کې شرعي حدود جاري کول