د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د ډیرو فرمانونو له امله دغه هیواد ته په کال کې له یو میلیارد ډالرو څخه زیات زیان رسیږي.
رینا امیري د شنبې د ورځې ناوخته مارچ نهم ( کب۱۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په بشري مرستو باندې د افغانانو د اتکا د مخنیوي او د لوږې له مڼخه وړلو لپاره د طالبانو دغو پالیسو بدلولو ته اړتیا ده.
میرمن امیري لیکلي: " د ښځو پر وړاندې د طالبانو د زیاتو فرمانونوله امله افغانستان په کال کې له یو میلیارد ډالرو څخه زیات زیان ویني. دا فرمانونه افغان میرمنې او نجونې له زده کړو، کار څخه منع کوي چې زیان یې ټولو افغانانو ته رسیږي. ددې لپاره چې په بشري مرستو باندې د افغانستان اتکا او لوږه له منځه لاړه شي باید چې دا پالیسۍ بدلې شي".
رینا امیري دا څرګندونې د مارچ د اتم د ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د څرګندونو ته په غبرګون کې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د انتوني بلینکن څرګندونې خپرې کړي چې په کې هغه ویلي چې که په نړۍ کې د جنسیت پر بنسټ واټن پای ته ورسیږي نو په ټوله نړۍ کې به د کاري بختیاو څخه د اټکل له مخې نړیوال اقتصاد ته کال کې تر ۲۸ ټریلیونوډالرو پورې پیسې په لاس ورشي.
ښاغلي بلینکن ویلي: " تصور یې وکړئ چې مونږ په دغه ډول منابعو باندې څه کولی شو. په ساده ژبه کله چې ښځه په ښه ډول کار ترسره کړي، مونږ ټول په ښه ډول کار ترسره کوو".
د رینا امیري ددغو څرګندونو دمخه د اسیا او پاسفیک لپاره د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام د سیمه ییز دفتر سلاکار میرمن کانی ویګناراجا، د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر د میاشتې په وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې خلک د ډیرو سختو شرایطو لاندې ژوند کوي او په تیرو څه باندې دوو کلنو کې یې وضعیت لا خراب شوی دی.
میرمن ویګناراجا ویلی: " افغانان د ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په افغانستان کې نږدې ۸۵ فیصده خلک په ورځ کې د یو ډالر څخه په کمو پیسو ژوند تیروي. اټکل کیږي چې یوازې د ښځو د حقونو په برخه کې محدودیوتونو د ۶۰۰ میلیونوڅخه تر یو میلیارد ډالرو پورې اقتصادي زیان لرلی دی".
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د یکشنبې په ورځ دسمبر ۲۴ (مرغومي ۳) په یو راپور کې ویلي چې پر ښځو باندې لګیدلو محدودیتونو د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو په مشارکت باندې هم منفي اغیز کړې دی.
اوچا ویلي چې د بیروکراتیکو خنډونو او د بشرپاله مرستو په پروګرامونو باندې د موثریت لپاره، د هغې جملې څخه د افغان میرمنو په کار محدودیت د ثبت او تطبیق په برخو کې د پروژو د ځنډ سبب شوی دی چې اړتیا ده د طالبانو له چارواکو سره په خبرو کې ورته د حل لار ولټول شي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د پوهنې او روغتیا د سګټورونو پرته په دولتي دارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی. ددې سربیره د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د ر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ په افغانستان کې د مرستې رسونې په بهرنیو او داخلي غیر حکومتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز هم بندیز ولکوه.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۳ کال د اپریل د میاشتې په سر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه چې د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو سره سره لا هم دا بندیز دوام لري.
طالبانو په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو پر حقونو باندې پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي نجونې یې د لومړنۍ دورې پرته په منځنۍ او ثانوي دورو کې له زده کړو منع کړي او هم یې په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
همداشان د طالبانو پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.
ملګرو ملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې ددغو اقداماتو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده. طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ځان ژمن ګڼي او په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.