د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو د شمېر د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او د افغان ډاکترانو له قوله یې ویلي چې هغوی په خپل شخصي لګښت ناروغانو ته درمل اخلي.
دغه صندوق نن یکشنبه فبرورۍ ۱۳ (سلواغې ۲۴) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت په نازک کېدو سره هره ورځ د کابل په اندراګاندي روغتون کې د سختې خوارځواکۍ اته پېښې ثبت کیږي.
ملګرو ملتونو په کابل کې د (صحت طفل) روغتون یوې ښځینه ډاکترې حسینې له قوله ویلي چې هغوی هڅه کوي په روان وضعیت کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
1/2"It is my responsibility to help my people in their time of need," said Head Nurse, Hasiba. Her & many health workers across Afghanistan selflessly buy medicines, using their own money, in an effort to help desperate parents. pic.twitter.com/Ia7pR2g0J1
— UNICEF Afghanistan (@UNICEFAfg) February 13, 2022
اغلې حسینې زیاته کړې چې په دغه هیواد کې ګڼ شمېر ډاکتران پخپلو شخصي پیسو درمل رانیسي او له «ناامیده» والدینو سره مرسته کوي.
یونیسف تر دې مخکې هم په دغه هیواد کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و که بېړنی اقدام ونشي ممکن په افغانستان کې یو میلیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله مړه شي.
یونیسف تیره چهارشنبه فبرورۍ نهمه (سلواغې ۲۰) په خپل ټویټر پاڼه کې له نړیوالو په دغې برخې کې د پاملرنې غوښتنه کړې وه.
یاد سازمان په تیر ډسمبر کې هم ویلي وو چې د مېندو او ماشومانو د مړینې د مخنیوي لپاره، افغانستان تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.
یونیسف ویلي اوس مهال زیاتې کورنۍ د ژمي په رارسېدو سره د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو برابرولو توان نلري او د دغه وضعیت دوام د افغانستان ګڼ اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې اوسمهال ۳.۲ میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخامخ دي.