د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) په افغانستان کې په خوارځوکۍ اخته ماشومانو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې دغه ناروغي اوس مهال ۲۸ ولایتونو ته پراخه شوې ده.
یاد سازمان نن یکشنبه مارچ ۱۳(کب ۲۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۸ ولایتونو کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کچه زیاته ده.
Acute malnutrition rates in 28 out of 34 provinces are high with more than 3.5 million children in need of nutrition treatment support. Many children have access to life saving nutrition treatment thanks to our donors - 🙏.@SIDA. @SwedenUN 🇸🇪 pic.twitter.com/X1FdGa1hSq
— WFP Afghanistan (@WFP_Afghanistan) March 13, 2022
د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه ویلي چې څه باندې ۳/۵ میلیون افغان ماشومان د غذايي درملنې ملاتړ ته اړتیا لري.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو دملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي و چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به په یاد هیواد کې له هرو دوو ماشومانو څخه یو په خوارځواکۍ اخته شي.
په افغانستان کې د بشري بحران په زیاتېدو سره، یونیسف زیاته کړې چې یادو اړمنو ماشومانو او کورنیو ته رسیدګي زیاته شوې ده.
پر همدې مهال په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې د برخې مشرې میلاني ګالوین وايي چې اوس مهال دغه صندوق په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو د درملنې لپاره ۱۹۰۰ روغتیايي مرکزونه رامنځته کړي دي.
اغلې ګالوین زیاته کړې ده چې د دغه مرکزونو روغتیايي کار کوونکي به هڅه وکړي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو لپاره هڅې وکړي او هم به د یادو ماشومانو میندو ته د زیات وخت لپاره خپلو ماشومانو ته د شیدو ورکولو په برخه کې مشورې ورکړي.
په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې د برخې مشرې ویلي چې دوی په هڅه وکړي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به په خوارځواکۍ اخته ۱/۱ میلیون ماشومانو درملنه وکړي.