غزني کې ماین چاودنې ۹ ولسي وګړي وژلي

د غزني ولایت روغتون امبولانس

د غزني مرکز اړونده روضه سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت نن شنبه اکتوبر۲۴ (لړم۳) امریکا غږ ته وویل دغه ماین چاودنه کې ۹ ملکیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

سیرت وویل چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د هغه په وینا د ملکي وګړو ټونس موټر له غزني څخه د کابل په لور روان و چې د روضې اړونده سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه پرې وشوه.

د غزني د پولیسو په وینا تر لومړۍ چاودنې وروسته په سیمه کې د پولیسو پر هاموي ټانک هم ماین چاودنه شوې ده.

د غزني د پولیسو ویاند وايي چې پولیس د یادې ماین چاودنې د قربانیانو سره د مرستې لپاره د پېښې ځای ته پر لار و چې پر ټانک یې چاودنه شوې ده.

هغه وویل چې په دغه چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي دي.

بلخوا د غزني د روغتون مشر ډاکتر باز محمد همت روغتون ته د وروړل شوو ټپیانو وضعیت خراب ښودلی دی.

وسله والو طالبانو بیا ویلي چې نن سهار یې د غزني مرکز اړونده روضه سیمه کې د پولیسو پر هاموي ټانک ماین چاودنه کړې او ادعا کوي چې پولیس یې وژلي.