غزني ته د غني د سفر پر مهال د توغندیو برید شوی

په غزني کې د افغانستان د جمهور رئیس د الوتکې له ناستې سره هم‌مهاله د دغه ولایت د مرکز په ځینو برخو باندې څلور توغندي لګېدلي دي.

د افغانستان د ملي اردو د درېیمې لوا ویاند علي شکاري امریکا غږ ته وویل دا توغندي طالبانو ویشتلي او په کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

خو د غزني ولایتي روغتون رئیس ډاکټر بازمحمد همت وویل چې د درېیو نظامیانو په ګډون شپږ ټپيان دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۱۶مه (چنګاښ ۲۶) غزني ته سفر وکړ او د دغه ولایت له قومي مشرانو، د ولایتي شورا له غړو سیمه‌ییزو چارواکو سره یې په جلا لیدنو کې د غزني پر وضعیت خبرې وکړې.

دا لیدنې د بندو دروازو تر شا ترسره شوې او رسنیو ته په کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه.

خو د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه‌زاده امریکا غږ ته وویل ښاغلي غني د غزني خلکو ته د دغه ولایت د سقوط د مخنیوي ډاډ ورکړ.

همداشان ښاغلي غني ویلي چې د غزني د ښاروالۍ پر تشکیلاتو به بیا غور وشي او د اسلامي ثقافت اړوند ودانۍ چې د چاودنې له امله ورته زیان رسېدلی بېرته ورغول شي.

د غزني د ولایتي شورا رئیس نصیر احمد فقیري وویل د دغه ولایت د امنیت ښه کېدل، له اداري فساد سره مبارزه او څو نورو ناحیو ته د ښار پراخیدل هغه غوښتنې وې چې له جمهور رئيس غني سره په کتنه کې مطرح شوي دي.

د هغه پر وینا ښاغلي غني ژمنه کړې چې تر راتلونکې یوې میاشتې به د غزني د خلکو قانوني غوښتنو ته رسېدنه وشي.