ویلسن افغان مشرانو ته: نوی حکومت ژر جوړ او بین الافغاني مذاکرات پیل کړئ

راس ویلسن په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر دی

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر راس ویلسن د افغانستان په مشرانو غږ کړی دی چې نوی حکومت دې ژر جوړ او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

ښاغلي ویلسن د یکشنبې په ورځ جولاۍ ۱۹ (چنګاښ ۲۹) په خپل ټویټر کې ولیکل: "موږ د دغه هېواد په مشرانو ټېنګار کوو چې نوی حکومت او د بیا پخلاینې عالي ملي شورا دې ژر جوړ کړي، د بندیانو تبادله دې بشپړه کړي او بین الافغاني مذاکرات دې پیل کړي. "

دا په دې وروستیو کې لومړی ځل دی چې د امریکا شارژدافیر د افغان حکومت له مشرانو څخه داسې ښکاره غوښتنې کوي.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د افغانانو حوصله ختمه شوې ده او "بین الافغاني‌ مذاکرات پیل کړئ چې په دایمي‌ او هر اړخیز اوربند باندې بحثونه پیل شي."

نوموړي د افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي‌ مشر عبدالرب رسول سیاف سره هم خبرې کړي‌ دي.

وايي‌ دوی دواړو د مۍ په ۱۷ نېټه د ولسمشر غني‌ او پخواني‌ اجرايي رئيس عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي شخړې په حل کې مهم رول ولوبوه. له هغې نېټې راهېسې د افغانستان اکثریت وزارتونه کابینه نلري او حکومت نیمګړی دی.

ښاغلی ویلسن داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو په پيل کېدو او بندیانو په تبادلې ټېنګار کوي چې افغان چارواکي وايي د طالب زندانیانو هغه بندیان نه خوشې کوي چې «حق العبدي» مسایل لري.

تیره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر وویل چې دغه ۶۰۰طالب بندیان جدي ستونزې لري او خوشې کول یې د ملي او نړیوالو قوانینو په خلاف دي.

ښاغلي اتمر دا هم وویل چې افغان حکومت د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره څو ځلې نیټې ټاکلي چې په خبره یې طالبانو رد کړي دي. طالبان ټېنګار کوي چې تر بین الافغاني خبرو مخکې یې باید ټول ۵۰۰۰ بندیان خوشې شي.

د بندیانو خوشې کول د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تړون مهمه برخه و. افغان حکومت وايي تر دې دمه یې څه باندې ۴۰۰۰ طالبان او طالبان وایي‌چې سلګونه افغان سرتېري یې خوشي کړي‌ دي.