رویا رحماني: بېرته افغانستان ته نه ستنېږم 

په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان پخوانۍ سفیر رویا رحماني

په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان پخوانۍ سفیره رویا رحماني وايي چې بېرته هېواد ته نه ستنیږي ځکه چې هلته یې ژوند په خطر کې دی.

مېرمن رحمان د واشنګټن پوست ورځپاڼې ته په مرکې کې دا ادعا کړې ده چې هغه صلاحیتونه ورکړل شوي نه وو چې یو سفیر ته ورکول کیږي.

نوموړې همدغه راز ویلي دي چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې مستقیم تماس هم نه درلوده او د امریکا په اړه به د مشورتي غونډو لپاره یې افغانستان ته کم سفرونه کول.

واشنګټن پوست د یو افغان چارواکي له خولې، چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، لیکلي دي چې ولسمشر غني ښايي د هغې د کارونو په اړه کوم نظر ولري،‌ خو په لېرې کېدو کې یې دخیل نه و.

رویا روحماني وايي چې د کاناډا په مک ګیل پوهنتون کې د کمپیوټر په برخه کې لسانس کړی او په امریکا کې یې په عامه اداره کې ماستري کړې ده. نوموړې په ۲۰۱۱ کې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې دنده پیل کړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني رویا رحماني په ۲۰۱۶ کې په اندونیزیا کې د افغانستان سفیره کړه او دوه کاله وروسته یې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان لپاره سفیره وګمارله.

رویا رحماني وايي چې د روان کال د مۍ په ۱۷ نېټه یې له دندې د لېرې کېدو په اړه یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مکتوب ترلاسه کړ چې په کې لیکل شوي وو چې د جون له پنځمې نېټې وروسته هغه سفیره نه ده،‌ خو وايي چې په مکتوب کې د هغې د بلې دندې او کابل ته د بلل کېدو په اړه څه ویل شوي نه وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې هر سفیر تر درې کلن ماموریت وروسته هېواد ته ستنیږي او د بهرنیو چارو په وزارت کې په دندې ګمارل کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حامد تهذیب ویلي دي چې کابل ته د میرمن رحمانې د ورتګ په اړه پرېکړه شوې، وزارت د هغې تجربو ته اړتیا لري او په خبره یې ژر به په بلې دندې وګمارل شي.

په واشنګټن ډي سي کې د رویا رحماني ماموریت له یو لړ ستونزو سره هم مخامخ و، په ځانګړي ډول د سفارت د لویدلي دیوال د بیا رغولو په اړه چې د لوی فساد ادعا په کې شوې وه.

خو مېرمن رحماني د دغه دیوال د رغولو په قرارداد کې هر ډول اختلاس رد کړی او ویلي دي چې دا ادعاوې د جنسیتي تبعیض په اساس شوي دي.

د یو تحقیقي راپور په اساس د افغانستان د سفارت په دغه دیوال باندې شاوخوا ۱.۸ میلیون ډالر لګول شوي دي. له دغو ادعاو وروسته رویا رحماني امریکا غږ ته وویل چې د حقوقي دعوې او بیارغونې د لوړ قیمت په اساس په دغه ۷۰ متره دیوال باندې ډېر لګښت وشو.

ښاغلي رحماني اوس ویلي دي چې افغانستان ته بېرته نه ګرځي او هلته یې ژوند په خطر کې دی. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ استازې عادله راز اوس په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفیره ټاکل شوې او تېره اونۍ یې رسمآ دنده پیل کړه.