افغانستان د رسنیو د ازادۍ په درجه بندۍ کې ښه شوی دی

افغانستان د ۲۰۲۰ کال د بې پولې خبریالانو ټولنې "ار ایس ایف" د رسنیو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې د تیرکال پرتله یوه درجه ښه شوی دی.

راپور وايي‌چې افغانستان اوس د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې ۱۲۲ ځای لري.

په فرانسه کې میشت د بې پولې خبریالانو ټولنې نن د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۱ ( غويي۲) په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ په اړه د ۱۸۰ هیوادونو د وضعیت په باب خپل راپور خپور کړی دی.

په راپور کې په ۲۰۱۹ کې د افغان خبریالانو په کم شمیر مرګ ژوبلې او د خبریالانو د ساتنې او ملاتړ په برخه کې د افغان حکومت اقداماتو ته کتلو ویلي دي چې افغانستان په دغه لست کې ۱۲۲ځای خپل کړی دی.

تیر کال افغانستان د دغه سازمان په کلنۍ درجه بندۍ کې ۱۲۱ ځای خپل کړی وو.

د بې پولې خبریالانو سازمان په راپور کې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې ته په اشارې سره ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې د تیرو ۱۹ کلنو لاس ته راوړنو ساتنه لا هم د ګواښ سره مخامخ ده.

په دغه راپور کې طالبان، داعش، جنګسالاران او ځینې دولتي مامورین چې په راپور کې د فاسدو مامورینو په نوم یاد شوي په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو لپاره د ګواښ په توګه یاد کړي دي.

دغه سازمان وایي‌ د ښځینه خبریالانو فعالیتونه لا هم تر ګواښ لاندې دي او دا اندیښنه شته چې "بنیادي او د ښځینه خبریالانو ازادي د سولې قرباني شي."

دغه ټولنه وايي چې په ټوله نړۍ کې د کرونا د ویروس خپریدل د رسنیو په وړاندې د نورو بحرانونو ترڅنګ یوداسې بحران دی چې معلوماتو ته د لاس رسي حق ګواښوي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشر کریستف ډولوار ویلي دي دا چې په ۲۰۳۰ میلادي کې به د رسنیو او معلوماتو د ورکولو وضعیت څه ډول وي باید دې پوښتنې ته همدا اوس ځواب ولټول شي.

په راپور کې ناروي، فنلنډ او ډنمارک په ترتیب سره لومړی، دوهم او درییم ځای نیولی دی. همداشان ایران ۱۷۳ ځای نیولی او تاجکسان ۱۶۱ ځای نیولی دی.