ار ایس ایف: افغانستان کې دې په خپلسر د خبریالانو د نیولو لړۍ بنده شي

عکس: ارشیف-

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د دریو افغان خبریالانو نیول چې یو یې لاهم دغه ریاست سره بندي دی غندلي او د خبریالانو ددغسې خپلسر نیولو د لړۍ د بندیدو غوښتنه یې کړې ده.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان په یوه اعلامیه کې چې د سه شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۳(سلواغې درییم) یې خپره کړې ویلي چې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د افغان خبریالانو نیول په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ د کمزورکیدو سبب ګرځي.

دغه سازمان د افغان خبریالانو د نیولو په نوې څپه اندیښنه ښودلي او ویلي دي چې د دوو ورځو په موده کې کابل کې درې خبریالان نیول شوي دي.

دغه سازمان ویلي: "د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست له خوا د کیودو نیوز خبریال احسان اکبري د حکومت د رسنیو مرکز ته د وربللو وروسته د جنورۍ په ۱۷(مرغومې ۲۷) نیول شوی، چې د هغې یوه ورځ وروسته د استخباراتو مامورین د اکبري دفتر ته لاړل او د هغه لپ ټاپ کمپیوټر او کمره یې ضبط کړه او د هغه د ورور د وینا له مخې یې بیا کور ته ورغلل او د هغه ګرځنده تیلیفون یې هم ضبط کړ".

دغه سازمان ویلي چې د استخباراتو ریاست د اکبري د نیولو په اړه په رسمي ډول هیڅ معلومات نه دي خپاره کړي او هغه لا هم بندي دی".

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان ویلي چې د ښاغلي اکبري د نیول کیدو یوه ورځ وروسته په کابل کې د استخباراتو ریاست دغه ریاست ته د ګردش اطلاعات خبري اژانس مالک احمد جواد رسولي او اډیټر عبدالحق حمیدي وروبلل او د جنورۍ په ۱۸(مرغومې ۲۸) یې ونیول چې د نیولو یوه ورځ وروسته د استخباراتو مامورینو عبدالحق حمیدي خپل کورته یوړ او د هغه تیلیفون یې ضبط کړ.

دا دواړه خبریالان د جنورۍ په ۲۰ (مرغومې ۳۰) له بند څخه خوشې شو.

ارایس ایف ویلي: "د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا په کابل کې د دوو ورځو په موده کې د دریو افغان خبریالانو په خپلسر نیول غندي او ددغو خبریالانو له ډلې د کیودو خبریال چې لا هم په بند کې دي د ژرترژره خوشې کیدو غوښتنه کوي. طالبان باید د خبریالانو د کار خنډ نشي".

دغه سازمان ویلي چې د خبریالانو دا ډول نیول د رسنیو او خبریالانو د ځورونې په برخه کې د طالبانو د حکومت د نه منلو وړ اقداماتو دوام دی.

ارایس ایف ویلي: "د استخباراتو ادارې په تکرار سره د رسنیو د کارکوونکو نیول د خپلواکو خبریالانو د ویرلو او د رسنیو د ازادۍ په هره برخه فشار اچول د کرکې د ترتیب شوې ستراتیژي برخه ده. د استخباراتو د عمومي ریاست په خپلسر نیونې د افغانستان د رسنیو د قانون څخه هم سرغړونه ده، چې ددغه قانون له مخې د خبریالانو په چارو کې د نورو ادارو د لاس وهنې د مخنیوي لپاره باید د خبریالانو او رسنیو اړوند ټول شکایتونه د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د رسیدګۍ د کمیسیون له لارې تعقیب شي."

ارایس ایف د طالبانو د استخباراتو د ریاست څخه د احسان اکبري د خوشې کیدو د غوښتنې ترڅنګ ددغه ریاست څخه غوښتي چې د خبریالانو د مجازاتو کمپاین ته دې د پای ټکی کیږدي.

همداشان د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان په دغه اعلامیه کې په کندهار کې د تمدن د تلویزیون د خبریال عبدالرحیم محمدي او د دایکنډي په ولایت کې نسیم راډیو د مدیر سلطان علي جوادي نیولو ته هم اشاره کړې ده او ویلي دي ښاغلی محمدي د تیر۲۰۲۳ کال د ډسمبر له څلورمې ورځې راهیسې بندي دی.

ارایس ایف ویلي چې ښاغلي جوادي د اکتوبر په میاشت کې نیول شوی او د تیر۲۰۲۳ کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۱ د طالبانو د دایکنډي ولایت د لومړنۍ محکمې له خوا په یو کال بند محکوم شوی دی.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې درې خبریالان وژل شوي او درې خبریالان د طالبانو په زندان کې بندیان دي. ددغه سازمان د تیر ۲۰۲۳کال د رسنیو د ازادۍ په کلني شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو په منځ کې ۱۵۲ ځای خپل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست د ار ایس ایف دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د امریکا د نیویارک په ښار کې خبریالانو د ساتنې کمیټې (CPJ) په یو راپور کې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي چې طالبانو د کیودو خبري آژانس خبریال احسان اکبري ددې له امله نیولی چې د ښاغلي مجاهد په وینا هغه د طالبانو د حکومت مخالفو کړیو سره په اړیکه کې وو او هغوی ته یې معلومات ورکول.