د ټولنیزو رسنیو کنترول؛ روسیې ټیک ټاک نقدي جریمه کړ

روسیه وايي ټیک ټاک هغه ویدیوګانې نه دي پاکې کړې چې په کې له خلکو د مظاهرو غوښتنه کیږي

په روسیې کې یوې محکمې د ټولنیزو رسنیو یوه مشهوره شبکه ټیک ټاک څه باندې ۳۰زره ډالر جریمه کړې ده.

محکمې د سه شنبې په ورځ اپریل ۶ (وري ۱۷) په خپل ټیلیګرام کې اعلان کړی دی چې د ټیک ټاک هغه ویدیوګانې نه دې پاکې کړې چې په روسیې کې له کم عمره ځوانانو غوښتل شوي په «ناقانونه مظاهرو» کې ګډون وکړي.

روسیې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو باندې محدودیتونه خورا زیات کړي دي. محکمې داسې مهال دا پرېکړه کړې ده چې د جمعې په ورځ د ټولنیزو رسنیو بله شبکه ټویټر یې هم د ورته مسئلې له کبله څه باندې ۱۱۶۰۰۰ ډالر جریمه کړه.

په روسیې کې په رسنیو باندې د څار اداره وايي چې دوی دغو شبکو ته خبرداری ورکړی چې «ناقانونه» مواد پاک کړي او که یې پاک نکړل، جریمه به یې کړي.

روسیې تېره ورځ وویل چې د ټویټر د سرعت کمولو د مجازاتو موده یې د مۍ تر نیمايي پورې غځولې ده.

د جنورۍ په میاشت کې روسي چارواکو ټولې بهرنۍ ټولنیزې شبکې تورنې کړې چې هغه مواد او ویدیوګانې نه پاکوي چې په کې د حکومت د مخالف سیاستوال ناوالني په پلوۍ د مظاهرو غوښتنې کیږي.

وايي په دې کار سره دا ټولنیزې رسنۍ د روسیې په داخلي چارو کې مداخله کوي. ټویټر تېره ورځ وویل چې دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له دې لارې سیاسي او غیر قانوني کارونه وکړي.

مسکو تر دې مخکې فیسبوک او ګوګل هم جریمه کړي وو.

په خپله ولسمشر ویلادي میرپوتین د ټولنیزو رسنیو د مخ زیاتېدونکي نفوذ په اړه شکایت وکړ او وویل چې دغه شبکې له دولتونو سره رقابت کوي.

مسکو له هغه وروسته په ټویټر، فیسبوک اوځینو نورو شبکو عریضه وکړه چې هلته د حکومت د یو منتقد الیکسي ناوالني پلویانو د هغه د نیول کېدو په ضد مظاهرې وکړې او خبرې او ویناوې یې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې. روسیې د دغو موادو ړنګول او د خپرېدو مخه نیول غواړي.