روسیې د اوکراین په دوو لویو ښارونو د بالستیک میزایلو بریدونه کړي 

روسیې په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین باندې بریدونه پيل کړل

په کیف کې مقاماتو د سه شنبې په ورځ جنوري دویمه (مرغومې۱۲) وویل چې روسیې د اوکراین په دوو لویو ښارونو بالستیک میزایل توغولي دي او لږ تر لږه څلور تنه یې وژلي او شاوخوا ۱۰۰ نور یې ژوبل کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې د «کینژال» په نوم د روسیې ۱۰۰ بالستیک میزایل د کیف او خارکیف په ښارونو باندې توغول شوي دي.

د «کینژال» میزایل له هوا څخه توغول کېږي او د غږ تر سرعت لس برابر چټک مزل کوي او د روسیې ځواکونو په سختۍ سره له دغو میزایلو څخه کار اخلي.

زیلینسکي لیکلي دي چې د لویدیځ له لوري د دافع هوا ورکړل شویو سیستمونو « پاتریوټ او ناسامس» د روسیې د توغول شویو میزایلو له ډلې څخه یې ۷۰ شنډ کړي او نه یې دې پرېښي چې هدف ته ورسېږي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې په کیف کې یې د اوکراین په تاسیساتو او د وسلو او مهماتو په زیرمو یې د میزایلو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. د روسیې د دفاع وزارت نور جزیات نه دي ورکړي خو ویلي دي چې بریدونه په هدفونو لګېدلي دي.

د اوکراین ولسمشر ویلي دي چې روسیې د یکشنبې له ورځې راهېسې د بې پیلوټه الوتکو او میزایلو ۱۷۰ بریدونه کړي، چې په خبره یې اکثر بریدونه په خپلو هدفونو نه دي لګېدلي.

روسیې د سه شنبې په سهار بریدونه وکړل چې له کبله یې ډېرې قهوه خانې او رستورانتونه خلاص نه شول اکثریت خلک هم له خپلو کورونو څخه د باندې ونه وتل.

روسیې د جمعې د ورځې راهېسې په اوکراین باندې بریدونه زیات کړي چې له کبله یې د اوکرایني چارواکو په وینا ۴۱ تنه وژل شوي دي چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

د اوکراین پوځ هم په روسیې باندې بریدونه کړي دي، وروستی برید یې د بلګرود په ښار کې وو چې د روسیې د مقاماتو په خبره ۲۵ تنه په کې وژل شوي دي. روسي مقامات وايي په وژل شویو کسانو کې یې پنځه ماشومان دي.

له دغو بریدونو څخه وروسته د روسیې ولسمشر په اوکراین باندې د بریدونو د سختولو او زیاتولو خبرداری ورکړ.

په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې الوتکو یې په تېروتنې سره د خپل هېواد په جنوب-لویدیځ کې یو لړ مهمات غورځولي چې په خبره یې چاته زیان رسېدلی نه دی.