د اوکراین په تاسیساتو د روسیې لوی بریدونه؛ زیلینسکي: ۱۴۴ بریدونه مو خنثی کړي

روسیې د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم ۲۷) پر اوکراین باندې پراخ هوايي بریدونه وکړل چې د چارواکو په وینا د دغه هېواد د برېښنا سیستم تاسیساتو ته یې ستر زیان اړولی دی.

روسیې له ۹۰ بې‌پیلوټه الوتکو او ۱۲۰ توغندیو څخه په استفادې پر اوکراین دا هوايي بریدونه کړي دي چې د اوکرایني چارواکو په وینا زیات شمېر هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوي دي. دوی ویلي چې په دغو بریدونو کې اوه کسان وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وویل چې روسیې په دغه برید کې د ایران له خوا جوړو شویو بې‌پیلوټه الوتکو، کروز او بالستیکي توغندیو په ګډون له بېلابېل ډوله وسلو څخه کار اخیستی دی.

زیلینسکي پر ټیلیګرام باندې په خپور شوي یو بیان کې وویل: "د اوکراین دفاعي‌ ځواکونو ۱۴۰ هدفونه په هوا کې له منځه بوتلل. د دښمن هدف په ټول اوکراین کې د برېښنا د زیربناو له منځه وړل وو."

همداشان د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیا د دغه برید په اړه د ایکس په ټولنیزې شبکه کې لیکلي چې: "روسیې خپل یو تر ټولو لوی هوايي برید وکړ. ارام ښارونه،‌ په خوب ویده غیرنظامیان او حیاتي زیربناوې یې په ډرون او توغنديو وویشتل."

رویټرز راپور ورکړی چې ټوله شپه د اوکراین د پایتخت کیف په فضا کې د هوايي دفاع د ډزو او له ډرون سره د لګېدلو غږونه اورېدل کېدل.

د ډي ټک د برېښنا شرکت رئيس ماکسیم تیمچینکو د دغو بریدونو له کبله اوښتو زیانونو ته په اشارې وویل: "د د دغه شرکت د دستګاو په ګډون د اوکراین د برېښنا سیستم ته سخت زیانونه اوښتي دي."

د ډي ټک د برېښنا شرکت په اوکراین کې د برېښنا د تامینولو تر ټولو لوی خصوصي شرکت دی. تیمچینکو زیاته کړه چې د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره اوکراین د هوايي دفاع لا زیاتو سیستمونو ته اړتیا لري.

د اوکراین د برېښنا پر شبکو باندې د روسیې له پرله پسې بریدونو وروسته د دغه هېواد چارواکو د برېښنا د زیربناو په اړه لږ اطلاعات شریک کړي دي‌ او همدا شان د دغو بریدونو د نتایجو په اړه په ندرت سره کره معلومات شریکوي.

د اوکراین په څو ښارونو کې د برېښنا د نشتوالي راپورونه ورکړل شوي دي او د ډي ټک شرکت د اوکراین د برېښنا ادارې د چارواکو په سپارښتنه په جنوب کې د اویسا پر ښار برېښنا بنده کړې ده.