د روسیې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعاوې شوي 

په روسیه کې انتخابات

په روسیې کې واکمن ګوند پارلماني ټاکنې وګټلې خو د واکمن ګوند مخالفین ادعا لري چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي دي.

د ویلاديمیرپوتین ګوند اکثریت څوکۍ ګټلې دي. دا درې ورځنۍ ټاکنې پرون سپتمبر ۱۹ (وږي۲۸) پای ته ورسېدې.

د یوې نظر پوښتنې له مخې د «متحدې روسیې ګوند» محبوبیت تر ټولو ټېټې کچې ته راښکته شوی، مګر بیا هم دغه ګوند د پارلمان دوه په دریمه برخه څوکۍ ګټلې دي.

د دغه ګوند چارواکي وايي چې د پارلمان د ۴۵۰څوکیو له ډلې یې څه باندې ۳۰۰څوکۍ ګټلې دي.

د روسیې د انتخاباتو کمېسیون وايي چې د دوشنبې تر ماسپښین پورې ټولې رایې شمېرلي دي چې د «متحدې روسیې» ګوند ۴۹.۵او مخالف «کمونیست ګوند» ۱۸.۹فیصده رایې ګټلې دي.

د روسیې ولسمشر ویلاديمیرپوتین ویلي دي چې حاکم حزب تر پخوا ډېرې څوکۍ ګټلي او په ټاکنو کې د سرغړونو کم شکایتونه ثبت شوي دي.

خو د ښاغلي پوتین د مخالف سیاستوال الکسي نوالني متحدینو د ټاکنو پایلې له باور څخه لېرې بللي دي.

د ښاغلي نوالني ویاند کیرا یارمېش ویلي دي چې پارلماني ټاکنې د ۲۰۱۱د ټاکنو په څېر ولوټل شوې.

د ۲۰۱۱په ټاکنو کې د درغلیو پراخې ادعاوې وشوې او د الکسي نوالني په مشرۍ د ټاکنو د پایلو په ضد ډېرې مظاهرې وشوې. الکسي د همدغه روان کال د جنورۍ په میاشت کې د فساد په تور ونیول شو او زنداني شو.