د روسیې پوځ : د اوکراین شمال ختیځ کې مو لږ پرمختګ کړی

د روسیې پوځ د سه شنبې په ورځ جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۷) وویل چې د اوکراین په شمال ختیځ د خارکیف په سیمه کې د "بریالیو یرغلیزو عملیاتو" وروسته یې د جګړې د لومړۍ کرښې په یوه محدوده برخه کې پرمختګ کړی دی.

د دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل: "د کوپیانسک [ښار] د جګړې په لومړۍ کرښه کې، زموږ د لویدیځې برخې قطعاتو بریاليو تعرضي عملیاتو ته دوام ورکړی او په دوه کیلومتره پراخه سیمه کې تر یونیم کیلومترو پورې وړاندې تللي."

وزارت دا نه دي ویلي چې دا پرمختګ کله شوی دی. په عین وخت کې اوکرایني چارواکو هم د جګړې په دغه کرښه په وروستیو ورځو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) په سرمشریزه کې د امریکا په ګډون د اوکراین لویدیځو ملاتړو هېوادونو د کیف سره د پراخو پوځي مرستو ژمنې بیا تکرار کړې.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان تازه په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي چې د اوکراین په جګړه کې پرمختګ روان دی.

سولیوان وویل چې د اوکراین ځواکونو په ختیځ او سویل کې پرمختګونه کړیدي. هغه زیاته کړه: "موږ د دې مقاومتي جګړې په پیل کې ویلي وو چې دا به په سختۍ سره پرمخ ځي او همدا د جګړې فطرت دی. خو د اوکراین پوځ مخ په وړاندې روان دی."

دا مطلب هم ولولئ د اوکراین دفاع وزارت مرستیاله: د دونیتسک ځینې سیمې له روسي ځواکونو ازادې شوې

په عین وخت کې د امریکا د ماليي وزیرې جنیټ یلن هند ته د سفر پر مهال ویلي دي چې امریکا د روسیې د قوت د ماتولو دپاره په نورو لارو چارو هم غور کوي.

یلن ویلي چې امریکا به هغو نظامي وسایلو او ټکنالوژۍ ته د روسيي د لاسرسي مخه ډب کړي، د کوم په مټ چې د اوکراین سره جګړه کوي.

یلن وویل: "زموږ د دې کال د هڅو یوه برخه دا هم ده چې روسیه زموږ د بندیزونو نه سرغړونه ونکړي."

د لیتوانیا په پایتخت ویلنیوس کې د ناټو غړو ملکونو اوکراین ته په خپل تړون کې د شاملیدو مهال وېش ونه ټاکه خو د کیف سره یې د پراخو مرستو هوډ څرګند کړ.

د بهرنیو چارو شنونکی ایین برژینسکي وايي، دا باید بې ارزښته ونه ګڼل شي چې اوکراین له دې غونډې څومره ګټې ترلاسه کړیدي. هغه وايي: "اوکراین د اوږدې مودې او دایمي ملاتړ ژمنې اخیستي دي او د نظامي وسایلو او مهماتو د ملاتړ وعدې ورسره شوي دي."

بلخوا امریکايي سناتور ډان سلیوان ویلي چې د ناټو غړي ملکونه باید د اوکراین قوي مالي ملاتړ هم وکړي. نوموړي دا خبرې په یوه تلویزوني خپرونه کې کړیدي

ډان سلیوان ویلي، د ناټو د ۳۱ غړو هیوادونو نه یوازې اوو هېوادونو په دفاعي برخه کې د ملي ناخالص عاید د دوه سلنې د لګولو ژمنه عملي کړې ده.

سلیوان زیاته کړې: "د ناټو د غړیو ملکونو دا بې اعتنايي د اوکراین سره په نږدې موده کې او د ناټو سره په اوږده موده کې د مرستو پر بهیر منفي اغیزې کولی شي."

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن تیره اونۍ ټینګار وکړ چې اوکراین د ناټو د غړیتوب لرلو نه پرته هم د اوږدې مودې امنیتي مرستو حقدار دی.

ولسمشر بایډن د نړۍ د اوو بډایو هیوادونو هغې کړنلارې ته اشاره وکړه چې هدف یې د جګړې په جریان کې او له جګړې وروسته د کراین غوښتونو ته مثبت ځواب ویل دي.