روسیې د هوايي دفاع نوی راکټي سیتسم وازمایه

د روسیې دفاع وزارت دا تصویر خپور کړی

په روسیې کې چارواکو نن سه شنبه جولای ۲۰ (چنګاښ۲۹) وویل چې د هوايي دفاع اس-۵۰۰ نوي راکټي سیستم یې په بریالي ډول ازمایلی دی.

چارواکي وايي چې دا سیستم په شاوخوا ۶۰۰ کیلیو مېتره کې هم هدف ویشتلی شي او په نړۍ کې د میزایلو ضد پرمختللی سیستم بلل کیږي.

د روسیې پوځ مخکې ویلي‌ وو چې په ۲۰۲۰ کې به دا سیستم ترلاسه کوي،‌ خو دا پروګرام یو کال وځنډېده.

د روسیې د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي‌ چې دغه سیستم په لومړي‌ ازمایښتي پړاو کې یو بلاسیتکي هدف چې چټک او لوړ و، په نښه او له منځه یوړ.

ترکیې د امریکا د مخالفت سره سره له روسیې څخه د اس-۴۰۰ سیستم اخیستی دی.

امریکا وايي چې دا سیستم د اف-۳۵ الوتکو او ناټو د دفاعي سیستمونو ته ګواښ دی. وايي روسیه د دې سیستم په واسطه کولای شي‌ استخباراتي‌ اطلاعات ترلاسه کړي‌او د لویدیځ جنګي الوتکې په نښه کړي، خو ترکیه دا ادعاوې ردوي.