د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه امریکا ته: له کریمیه څخه خپلې جنګي بیړۍ لرې وساتئ


روسیې تورې بحیرې ته د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د جنګي بیړیو د استولو په وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي ښه ده چې دغه بیړۍ "د خپلې سلامتیا په خاطر" د کریمیه ټاپووزمې ته نژدې نشي.

روسیې په ۲۰۱۴کال کې د کریمیه ټاپووزمه له اوکراین څخه ونیوله او د اوکرایني مقاماتو په وینا د هغه وخت راهیسې د جلاغوښتونکو سره په نښتو کې چې روسیه یې ملاتړ کوي تر اوسه ۱۴زره کسان وژل شوي دي.

پداسې حال کې چې د روسیې او اوکراین په سرحدي سیمو کې کړکیچ شدید شوی او روسیې پدغه سیمه کې نور ځواکونه هم ځای پر ځای کړي، ټاکل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو جنګي بیړۍ په همدې اونۍ کې تورې بحیرې ته واستول شي.

روسي رسنیو د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سرګي ریابکوف، له خولې لیکلي چې ښه داده چې دغه کښتۍ خپله فاصله وساتي.

ښاغلي ریابکوف ویلي دي: "امریکایي بیړۍ اصلاً زمونږ اوبو ته نژدې هیڅ کار نلري؛ دغه عمل یواځې یو لمسوونکی چلند دی. د لمسوونکي کلیمې په واقعي معنی: غواړي زمونږ توان او حوصله وازمایي. خو بریالي به نشي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: "مونږ د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکوو چې ښه ده د کریمیه او د تورې بهیرې له غاړې لرې پاته شي. دا د هغوی د خپلې سلامتیا لپاره ښه دي."

د امریکا د دفاع وزارت تورې بحیرې ته د خپلو بیړیو د استولو په اړه جزییات ندي ورکړي او یواځې یې ویلي چې د امریکا پوځ معمولاً کله نا کله خپلې بیړۍ سیمې ته استوي.

پدې ترڅ کې د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د روسیې څخه غوښتي چې د اوکراین له پولو څخه خپل سرتیري پر شا کړي.

دغه غوښتنه د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو د بهرنیو او دفاعي چارو د وزیرانو د بیړنۍ غونډې په درشل کې مطرح شوې ده.

تیره ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د ناټو د عمومي منشي سره د کتنې لپاره بروکسل ته ولاړ.

سربیره پر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، بروکسل ته تللی او د ښاغلي ستولتنبرګ سره یې کتلي دي.

ښاغلي بلینکن ددغې کتنې وروسته په خپل ټویټر کې لیکلي: "مونږ موافقه وکړه چې روسیه باید د اوکراین سره په سرحد کې خپل خطرناک پوځي شتون پای ته ورسوي."

XS
SM
MD
LG