روسیې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د آرامۍ غوښتنه وکړه

روسیې له افغانستان او تاجکستان څخه غوښتي دي چې په خپلو منځونو کې هر ډول لانجه د دواړو لورو لپاره د منل شویو لارو څخه هواره کړي.

د روسیې دولتي رسنۍ تاس، د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند الکسي زیاتسیف له قوله راپور ورکړی چې مسکو په خواشینۍ سره د افغانستان او تاجکستان په اړیکو کې "زیاتیدونکی تاوتریخوالی" او سرحد ته د دواړو هیوادونو له خوا د قواوو د استول کیدو څارنه کوي.

دې روسي چارواکي ویلي د طالبانو د سرچینو پر اساس، د هغې ډلې په زرګونه ځواکونه تخار ولایت ته چې له تاجکستان سره پوله لري، رسیدلي‌ دي.

خو له دې سره سره رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو چارواکو تر اوسه د دواړو هیوادونو د لانجو او د سرحدي نظامي تحرکاتو په اړه تبصره نده کړې.

د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان ویلي دي چې په افغانستان کې سیاسي، بشري او د حکومتولۍ کړکیچ ، د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جدي تهدید دی.

ښاغلي رحمان تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې وویل چې هیواد یې له افغانستان سره ۱۴۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او د هغه په وینا د تاجکستان دولت او خلک نشي کولی د هغه کړکیچ په اړه چې په نوموړي هیواد کې رامنځ ته شوی بې تفاوته پاتې شي.

د تاجکستان جمهور رئیس له دې مخکې ویلي وو چې د طالبانو کابینه په رسمیت نه پيژني او د طالبانو ډله یې پر پنجشیر ولایت د برید پرمهال د بشري حقونو په نقض تورنه کړې وه.

هغه د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې وویل د افغانستان د سیاسي او امنیتي مشکلاتو د مناسبې هوارۍ لپاره باید په هغه هیواد کې د ټاکنو او د خلکو د ارادې له لارې داسې یو همه شموله حکومت جوړ شي چې د ټولو سیاسي ډلو او د ملي او قومي اقلیتونو استازي پکې حضور ولري.

طالب چارواکو هم په دې وروستیو کې د تاجکستاني چارواکو د څرګندونو په وړاندې تند غبرګونونه درلودل او د افغانستان په چارو کې یې د هغه هیواد د هر ډول دخالت په اړه خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي رحمان د ملګرو ملتونو په غونډه کې وویل نه غواړي چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي خو زیاته یې کړه چې د هغه هیواد د سیاسي او امنیتي مسایلو د حل لپاره باید ټاکنې ترسره شي.

تاجک چې د افغانستان یو له لویو قومونو څخه دی د طالبانو په سرپرسته کابینه کې ډیر لږ حضور نلري. د طالبانو پر سرپرسته کابینه له دې چې اکثریت د یوه قوم کسان دي او میرمنې پکې نه لیدل کیږي، د نړیوالې ټولنې له سخت انتقاد سره مخ شوې ده.

تاجکستان چې د روسیی د یوه پوځي مرکز کوربه دی، په دې وروستیو کې یې له افغانستان سره په پوله کې په خپلو دوو ولایتونو کې نظامي تمرینونه وکړل.