د اوکراین کړکیچ؛ چین د روسیې ملاتړ وکړ 

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جنپینګ کتنه

چین د جمعې په ورځ فبرورۍ څلورمه (سلواغې ۱۵) د اوکراین پر سر د لویدیځ پر وړاندې د روسیې ملاتړ وکړ او دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې د امریکا په مشرۍ پوځي تړون باید نوي غړي ونه مني.

د ناټو د پراخیدو د دریدو غوښتنه په بیجینګ کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جنپینګ په کتنه کې مطرح شوه چې په کې ښاغلي پوتین د دواړو هیوادونو د "عالي اړیکو" هرکلی وکړ.

د چین او روسیې ولسمشرانو پدې لیدنه کتنه کې د بهرنیو اړیکو څخه نیولې تر اقتصادي پرمخنیا پورې موضوعاتو پورې د یو بل ملاتړ وکړ او چین اروپا ته د روسیې د امنیتي ضمانت له طرحې څخه ملاتړ اعلان کړ.

روسیې په خپلو امنیتي وړاندیزونو کې غوښتي چې ناټو تړون باید اجازه ورنکړي چې اوکراین ددې سازمان غړی شي او دې هیواد ته د پوځي تجهیزاتو له لیږلو ډډه وکړي. له دې سربیره امریکا باید د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې پوځي اډې جوړې نکړي؛ هغه وړاندیزونه چې امریکا او ناټو په رسمي توګه رد کړي دي.

مسکو او بیجنګ په یو اوږد ستراتیژیک سند کې پر هغه څه چې دوی یې په نړیوال امنیت کې د واشنګټن بې ثباته کوونکی رول ګڼلی، انتقاد کړی دی.

پدې سند کې راغلي دي: "دواړه اړخونه [روسیه او چین] د ناټو د نورې پراختیا سره مخالف دي او د شمالي اتلانتیک له تړون څخه غواړي چې د سړې جګړې په شان کړنو ته شا کړي."

روسیې څه دپاسه ۱۰۰زره سرتیري د اوکراین سره د پولې په اوږدو کې ځای پر ځای کړي دي؛ هغه اقدام چې لویدیځ ګمان کوي د اوکراین پر ضد اقدام د طرحې یو جز دی. خو روسیې ویلي دي چې پر اوکراین باندې د برید هیڅ طرحه نلري.

د پوتین او شي لیدنه د بیجینګ د ژمني المپیک د لوبو د پرانستنې د مراسمو څخه څو ساعته دمخه وشوه. یو شمیر لویدیځو هیوادونو په سر کې متحده ایالاتو د بیجینګ د ژمني المپیک د لوبو سره د چین د بشري حقونود کارنامو، په ځانګړې توګه په شین ژیانګ ایالت کې د اویغوري مسلمان اقلیت د ځپنې په وجه دپلوماتیک پریکون کړی او واشنګټن چین د اویغوریانو په "نسل وژنه" تورن کړی دی. خو چین دغه تورونه رد کړي دي.

لویدیځ ویلي چې د روسیې سره د کریمیه جزیرې د یوځای کیدو وروسته که اوس مسکو وغواړي پر اوکراین برید وکړي, د جدي پایلو سره به مخامخ شي. خو ددې سره سره دواړه اړخونه لا هم په یو دپلوماتیک حل لارې ټینګار کوي.