لاوروف: امریکا افغانستان ته د خپل پوځ د زیربناو د ستنولو په اړه فکر کوي

د تاس خبري اژانس ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف ددغه هیواد د امنیت شورا یوې غونډې ته په وینا کې په دې مسله خبرې کړي دي.

د روسیې دولتي خبري اژانس 'تاس' ددغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له قوله ویلي، چې د امریکا متحده ایالات افغانستان ته د خپلو پوځي زیربناو د بیرته ستنیدلو په مفکورې باندې غور کوي.

دغه اژانس د دوشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۰ (سلواغې لومړۍ) په یو راپور کې ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ددغه هیواد د امنیت شورا یوې غونډې ته په وینا کې په دې اړه څرګندونې کړي دي.

تاس خبري اژانس د لاوروف له قوله ویلي: " مونږ به هم افغانستان له یاد څخه ونه باسو، چیرته چې همداشان امریکایان هڅه کوي چې د ګاونډیو هیوادونو څخه په کار اخیستنی سره تر یو حده [دغه هیواد کې]خپل حضور وساتي".

هغه ویلي چې امریکا متحده ایالات افغانستان ته د خپلو پوځي زیربناو د ستنیدلو په اړه فکر کوي.

د تاس د خبءي اژانس د راپور له مخې د امریکا پخواني جمهور رئیس جو بایډن د ۲۰۲۱ کال د اپریل په ۱۴ په افغانستان کې د خپل هیواد د تاریخ تر ټولو د اوږد جنګي ماموریت پای ته رسیدل اعلان کړي وو.

طالبان د همدې کال د اګست ۱۵ په داسې حال کې چې لا هم په افغانستان کې د امریکا په ګډون نړیوال ځواکونه موجود وو، کابل ته ننوتل او افغانستان باندې یې خپل حاکمیت بیرته ټینګ کړ.

تراوسه د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې وړاندې یو شمیر امریکايي چارواکو ویلي وو، چې افغانستان ته د خپلو ځواکونو د ستنولو نیت نلري.

امریکا د متحده ایالاتو نوي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پر دغې څوکۍ د لوړې د مراسمو دمخه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د امریکا حکومت له افغانستان څخه د خپلو پوځي وسایطو ستنول غواړي.

ټرمپ د امریکا د ۴۷ جمهور رئیس په توګه د لوړې تر مراسمو یوه ورځ مخکې، د یکشنبې په ورځ، جنوري ۱۹ (مرغومې۳۰) په واشنګټن ډي سي کې خپلو راټولو شویو زرګونو پلویانو ته په خبرو کې له افغانستان څخه د خپلو پوځي تجهیزاتو د بېرته ستنولو په اړه هم خبرې وکړې.

ټرمپ د بایډن حکومت تورن کړ چې "دښمن" ته یې د امریکا د پوځ میلیاردونه ډالر ورکړي.

هغه وویل:"...موږ خپل ټول پوځ بیا ورغوه او هغوی (بایډن حکومت) میلیادرونه میلیاردونه ډالر یې طالبانو ته ورکړل. دوی زموږ د پوځ د تجهیزاتو، یوه لویه برخه دښمن ته ورکړه..."

ټرمپ په څرګند ډول ونه ویل چې "دښمن" څوک دي، خو اشاره یې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته وه.

ټرمپ د همدې میاشتې په اومه نېټه هم ویلي وو چې د امریکا حکومت طالبانو ته میلیاردونه ډالر کوي ورکوي او "باور نه شي کېدای. میلیونونه نه، بلکې میلیاردونه ډالر. څوک میلیاردونه ډالر طالبانو، افغانستان ته ورکوي؟ دا جو بایډن ورکوي."

ټرمپ پرته له دې چې په دې اړه نور جزیات ورکړي، د جو بایډن حکومت ګرم بللی و چې متحده ایالات یې د هغه په خبره د ۵۰ څخه نیولې تر ۶۰ ټریلیون ډالرو شتمنیو څخه بې برخې کړي او نور نو "د دې اجازه نشي ورکول کیدای".

امریکايي چارواکي وايي چې هغوی له ۲۰۲۱ کال راهېسې له افغانستان سره د څه باندې ۲.۹ میلیارد ډالرو "بشري"مرستې کړي. تر دې مخکې هم له افغانستان سره د امریکا د مرستو په اړه شک څرګند شوی و، چې ګنې د طالبانو لاسونو ته ځي.

خو د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت د شورا ویاند جان کربي، د جنوري اتمه (مرغومې۱۹) په دې اړه د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: " افغانستان ته استول شوي بشري مرستې، د افغانستان خلکو ته رسېږي نه طالبانو ته. دا په میخانيکي ډول په همدې بڼې تنظیم شوي دي."

د طالبانو حکومت هم تراوسه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی.