کابلوف: تاجیکستان د شانګهای سازمان په فعالیتونو کې د طالبانو د ګډون مخالف دی

ضمیر کابلوف ویلي چې روسیه او د شانګهای د سازمان یو شمیر نور غړي ددغه سازمان په فعالیتونو کې د طالبانو د ګډون ملاتړ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي په داسې حال کې چې د شنګهای د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په شورا کې اکثره غړي ددغه سازمان په فعالیتونو کې د طالبانو د ګډون سره موافق دي، خو د تاجیکستان مخالفت د شانګهای سازمان په فعالیتونو کې د طالبانو د ګډون مخه نیولې ده.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضیمر کابلوف د ریا نواستي (RIA Novosti) په نوم یوې روسیې رسنۍ سره په مرکه کې هیله ښودلې چې تاجیکستان به ژر په دې اړه په خپل دریځ باندې بیا غور وکړي.

ښاغلي کابلوف ویلي: "روسیه او اکثریت ګډون کوونکي د تماس ددغه ګروپ د کار د بیرته پیلولو پلوي کوي. زمونږ تاجیک همکاران لا هم خاص ملاحظات لري، خو مونږ هیله لرو چې هغوی به ژر پر خپل دریځ باندې بیا غور وکړي".

د ۲۰۲۱ کال د اګست دمخه افغانستان د شانګهای د غړو هیوادونو د سازمان په فعالیتونو کې د څارونکي هیواد په توګه برخه اخیستله.

طالبان چې په افغانستان کې یې واک ته د رسیدلو نږدې درې کاله پوره کیږي، حکومت یې د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی. تیر ۲۰۲۳ کال د طالبانو حکومت ویلي و چې د شانګهای د سازمان په فعالیتونو کې د یو څارونکي هیواد په توګه ددغې ډلې د حکومت ګډون مشروع حق دی.

د طالبانو حکومت همداشان ویلي چې په دغه سازمان کې ددغې ډلې نه ګډون امنیتي ګواښونو، نشه یي توکو سره د مبارزې، بشري مرستو او په افغانستان کې د زیربنايي پروژو د پلي کیدو په برخه کې د نه همغږۍ سبب ګرځي.

د شانګهای د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو وروستۍ غونډه د روان ۲۰۲۴ کال مې د تیرې میاشتې په ۲۰ او ۲۱ په قزاقستان کې جوړه شوې وه.

په دې وروستیو اونیو کې د روسیې د فدراسیون د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په ګډون یو شمیر روسي چارواکو د طالبانو سره د اړیکو په تړاو ضد او نقیضې څرګندونې کړي دي.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د جون پنځمه (جوزا ۱۶) د سنټ پیټرزبرګ په ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې چې د طالبانو د حکومت استازي هم ورته بلل شوي وو یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د طالبانو د حکومت او مسکو ترمنځ د اړیکو جوړولو غوښتنه وکړه.

پوتین له بهرنیو رسنیو سره په خبري کنفرانس کې وویل: "موږ تل په دې باور يو چې بايد واقعیت ومنو. طالبان په افغانستان کې واک په لاس کې لري... موږ بايد د طالبانو له حکومت سره اړيکې جوړې کړو".

خو د جمهور رئیس پوتین له دغو څرګندونو دمخه د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي وو، چې مسکو غواړي د طالبانو نوم د دغه هېواد د تروريستي سازمانونو له لیست څخه لېرې کړي. لاوروف ویلي وو چې طالبان په افغانستان کې واقعي ځواک دی.

تاجیکسان د منخنۍ اسیا یوازینی هیواد دی چې د طالبانو سره رسمي اړیکې نلري او په کابل کې یې تراوسه خپل سفارت نه دی پرانیستی.