د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف امیرخان متقي ته ویلي دي چې یو روسي پلاوی به له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته ورځي.
ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د یکشنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۴( لیندۍ څلورم) د ایکس په پاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي ضمیر کابلوف ویلي چې، هېواد یې په پام کې لري چې یو پلاوی افغانستان ته واستوي چې طالب چارواکو سره "د لوړې کچې خبرې اترې ولري او ګڼو برخو کې د همکاریو د پراختیا پر امکاناتو بحثونه" وکړي.
تراوسه افغانستان ته د روسیې د دغه پلاوي د سفر نیټه نه ده اعلان شوې او په دې اړه نور جزئیات د رسنیو سره هم نه دي شریک شوي. روسي چارواکو هم په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړې، مسکو له طالبانو سره خپل روابط روان ساتلي او طالب مشران یې هم ځینو غونډو ته بللي دي.
په افغانستان کې د «جمهوریت» له سقوط وروسته روسیې نه یوازې په کابل کې خپل سفارت پرایستی دی، بلکې په مسکو کې یې د افغاسنتان د سفارت چارې هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا ګمارل شویو دپلوماتانو ته سپارلي دي. خو مسکو لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري روډینکو د یکشنبې په ورځ نومبر۲۴( لیندۍ څلورم) د روسیې دولتي خبري اژانس تاس سره په مرکه کې ویلي چې دا له وخت وړاندې ده چې د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندلو په اړه خبرې وشي .
هغه ویلي: "د اوسنیو افغان مقاماتو [طالبانو] د رسمیت پيژندلو د مسلې په اړه، تراوسه دا له وخت وړاندې ده چې په دې هکله خبرې وشي. پریږدئ چې په تدریجي ډول اقدمات ترسره شي، قدم په قدم، خو مونږ په دې بهیر کې د مصنوعي خنډونو د رامنځ ته کولو نیت نلرو".
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د طالبانو د حکومت رسمیت پيژندل ددغه هیواد د تروریستي ډلو د نوملړ څخه د طالبانو د غورځنګ د نوم د ایسته کولو پورې مربوط ګڼلي او ویلي دي چې د تروریستي ډلو د نوملړ څخه د طالبانو د غورځنګ د نوم ایسته کولو د بهیر بشپړیدل به د دغه هیواد او د طالبانو ترمنځ په بیلابیلو برخو کې په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو کې د تعامل د زیاتیدو سره مرسته وکړي.
د روسیې د فدراسیون په څیر د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو او په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو په ګډون د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د القاعده ډلې په ګډون د ټولو تروریستي ډلو سره ددغه حکومت د اړیکو د پریکون شرطونه له وړاندې اعلان کړي دي.
د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو پنځمه غونډه
ضمیرکابلوف په داسې حال کې کابل ته سفر کړی چې افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیایو یونګ هم د تیرو څو ورځو راهیسې په دغه ښار کې د طالبانو د چارواکو سره په خبرو بوخت دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې یو شیایو یونګ د یکشنبې په ورځ نومبر۲۴( لیندۍ څلورم) د مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان او چین پر دواړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې وکړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې د یو شیایو یونګ له قوله ویلي چې دغه چینايي دپلومات امیرخان متقي ته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته کې د ګډون ډاډ ورکړې دی.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي: د چین ځانګړي استازي ... زیاته یې کړه چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري. ده همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیربه ګډون وکړي".
د چین ځانګړي استازي کابل ته د سفر دمخه د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره هم د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د غونډې په اړه خبرې کړې وې.
تراوسه لا د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د راراونې غونډې لپاره دقیقه نیټه نه ده اعلان شوې. خو د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د روان ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې په عشق اباد کې ددغه بهیر د پنځمې غونډې د کوربتوب اعلان کړی وو.
د ۲۰۲۱ کال وروسته چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترللاسه کړی د دغه هیواد د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د افغانستان د وضعیت دارزولو لپاره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیران په کچه د غونډو یوه لړۍ پیل کړې، چې څلورمه غونډه یې د ۲۰۲۳ کال د اپریل په میاشت کې د اوزبیکستان د سمرقند په ښار کې جوړه شوې وه.
ددې دمخه ددغه بهیر نورې غونډې په اسلام اباد، تهران، چین کې هم جوړې شوې دي.