د اوکراین په زاپوریژیا کې د روسیې تازه بریدونو کې ۱۷ تنه وژل شوي 

تصویر: ارشیف

د اوکراین چارواکي وايي چې د زاپوریژیا د استوګنو په سیمو او نورو ځایونو باندې د روسیې په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي دي.

مقامات وايي دا بریدونه نن یکشنه اکتوبر اتمه (تله ۱۷) شوي او لسګونه نور خلک په کې ژوبل شوي دي.

د زاپوریژیا والي اولکساندر ستاروخ په خپل تیلیګرام کې لیکلي دي چې د روسیې ۱۲ میزایلو د استوګنو پنځه سیمې له خاورو سره خاورې کړې او یو نهه پوړیزه ودانۍ یې خرابه کړې ده.

نوموړي وویل چې د ژغورنې عملیات پیل شوی او ممکن د تلقاتو شمېر زیات شي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا بریدونه غندلي او د دغو بریدونو د عاملینو او امرینو د مجازاتو غوښتنه یې کړه ده.

روسیې په دې وروستیو کې په زاپوریژیا باندې خپل بریدونه زیات کړي او د پنجشنبې په ورځ هم د روسیې د توغندیو په بریدونو کې د اوکراین د مقاماتو په وینا لږ تر لږه ۱۹ تنه ووژل شول.

د دغه ښار ځینې برخې له اوکراین سره دي او د یو اتومي مرکز په ګډون یې ځینې نورې برخې بیا د روسي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د روسیې پارلمان له دغه هېواد سره د دې او د اوکراین د دریو نورو سیمو یو ځای کېدل تصویب کړل او ولسمشر پوتین توشیح کړل.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کریمیه ټاپوزمې او روسیې ترمنځ پل کې چاودنه وشوه. روسیې به له دې لارې خپلو ځواکونو ته تجهیزات استول. تر دې دمه چا د دغې چاودنې مسئولیت نه دی منلی.