ننګرهار کې د حکومت عملیاتو د پولیو واکسین د پوښښ ساحه پراخه کړې

د ننګرهار په ولایت کې د واکسینو پروسې مسولین وايي، چې بېلابېلو ولسوالیو کې د حکومتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ګڼو هغو سیمو ته واکسین رسېدلي چې له اوږدو کلونو راهیسې پکې ماشومان له واکسین کولو پاتې وو.

د ننګرهار د عامې روغتیا په ریاست کې د واکسینو د پروسې مشر ډاکټر جان محمد امریکا غږ ته وویل، ډېرې داسې ولسوالۍ شته چې پخوا پکې طالب یا داعش موجود وو او واکسین نه ورتلل، خو اوس چې امن شوې دي، د واکسین رضاکاران په ډاډه زړه ورځي او ماشومانو ته واکسین کوي.

نوموړي زیاته کړه: "مثلآ هسکه مېنه کې، اچین کې، بټي کوټ کې،لعلپوره او نورو ولسوالیو په ډېر و سیمو کې به پخوا ماشومان پاتې کېدل ځکه هلته رضاکاران نه شول تللی خو اوس هلته امن دی او ټولو ماشومانو ته واکسین رسېږي. حصارک او شېرزادو ولسوالیو ته هم پلان شته دی چې راتلونکي کمپاین کې واکسین ور ورسوو".

ډاکتر جان محمد زیاتوي، چې په ټول ننګرهار کې اوس شل زره ماشومان له واکسین پاتې کېږي، چې ډېر یې په حصارک او شېرزاد ولسوالیو کې دي، خو په راتلونکی کمپاین کې به دغه ستونزه هم هواره شي او ټولو سیمو ته به واکسین ورسېږي.

له بلې خوا ددغو ولسوالیو ولسي خلک هم خوشاله دي، چې کلي یې امن شول او اوس ورته واکسین رسیږي. د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد رحیم وايي، مخکې ورسره د ماشومانو لپاره دا اندېښنې وې چې واکسین نه کېږي او ممکن فلج شي، خو اوس یې دغه ډار له زړونو وتلی دی.

محمد رحیم د امریکاغږ ته وویل: "موږ داسې یو نا امنه ساحه کې اوسېدلو چې د واکسینو رضاکاران راتللی نه شول، خو اوس چې امن شو نو رضاکاران راځي او زموږ ماشومانو ته واکسین کوي، اوس ډاډه شوو".

چارواکي وايي د ننګرهار په حصارک او شېرزادو ولسوالیو کې به پاتې سیمې هم امن کړي او دا اوس په شېرزادو کې د حکومت د مخالفو وسله والو پر ضد پوځي عملیات هم روان دي.

د یادولو وړ ده چې په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۹ مثبت پیښې ثبت شوې وې، چی یوه هم په ننګرهار کې وه.