د کرام الدین کریم د نیولو 'ناکامه' عملیاتو ته د صالح غبرګون

د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح

د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د فوټبال فدارسیون مخکنی مشر کرام الدین کریم باید عدالت ته حاضر او پر ځان لګېدلي تورونه پاک کړي.

ښاغلي صالح ویلي چې د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ او ولایت مقام سرپرستان کابل ته راغواړي تر څو په هغه ولایت کې د کرام الدین کریم د عملیاتو په اړه معلومات ورکړي.

د پنجشیر سیمه‌ییز چارواکو پرون دوشنبه وویل چې په دغه ولایت کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره د ځانګړو پولیسو عملیات له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلي دي.

د پنجشیر د والي مرستیال محمدامین صدیقي امریکا غږ ته ویلي چې دغه عملیات وړمه شپه د پنجشیر په مرکز بازارک کې ترسره شوي دي.

د هغه پر وینا کله چې د پولیسو ځانګړي قطعات د ښاغلي کریم د نیولو لپاره د ځمکې او هوا له لارې د پنجشیر ولایت ته ورسېدل د سیمې له اوسیدونکو سره په نښته کې ښکیل شول.

خو د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د کرام الدین کریم د نیولو ناکامه عملیاتو ته په غبرګون کې ویلي چې د کوچنیو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د جرمي او حقوقي مواردو سیاسي کول د شرم وړ دي.

ښاغلي صالح ویلي چې کرام الدین کریم د عدلي فراریانو په لېست کې دی او دا یې رد کړې چې ګواکې د نوموړي لخوا یې د نیولو امر ورکول شوی دی.

امرالله صالح پرون دوشنبه په د اړه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي:"کرام الدین کریم باید عدالت ته حاضر شي او پر ځان لګېدلي تورونه پاک کړي،دا چې د یو فراري او په جرم تورن کس د نیولو عملیاتو پر مهال د پولیسو د ځانګړو قطعاتو په مشرۍ کې څه ډول لاسونه شامل و باید معلوم شي.یوه معلوم الحاله بې پلانه کړۍ چې پخپلو ناکاره کړونو سره یې پنجشېر برمته کړی دی،دا ځل بیا راغلي چې د دغه بد او شرم ډک حالت څخه د څو تنو لپاره سیاسي استفاده وکړي."

هغه په دې اړه د کوم چا یادونه نه ده کړې.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال له خلکو څخه غوښتي چې فراریانو ترڅنګ ونه دریږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئيس کرام‌الدین کریم د دغه هېواد د انجونونو د فوټبال د ملي لوبډلې د غړو په جنسي ځورونې تورن دی.

د افغانستان د انجونو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانې خالدې پوپلزۍ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۸ په نوامبر کې له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې ښاغلي کریم تورن کړ چې د فوټبال پر یوشمیر لوبغاړو یې جنسي تیری کړی، خو نوموړي دا ادعاوې رد کړي دي.

تیره میاشت د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د پنجشیر ولایت له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې کرام‌الدین کریم له دغه ولایت څخه وشړي ترڅو قانون ورباندې تطبیق شي.