صالح: د پاکستان سفارت دې افغانانو ته د ویزو شمېر څرګند کړي

کابل کې د پاکستان سفارت تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې په کابل کې د پاکستان سفارت باید د خپلو ویزو شمیر چې هره ورځ یې افغانانو ته ورکوي څرګند کړي.

ښاغلي صالح د یکشنبې په ورځ نومبر ۱ (لړم ۱۱) په خپل فیسبوک‌پاڼه لیکلي چې د پاکستان د ویزو د اخیستونکو په لیکو کې د نظم راوستلو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړې: "د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له اسلامي جمهوریت غواړي چې د هغو ویزو شمیر مشخص کړي چې دا هیواد يې په ورځني ډول افغانانو ته ورکوي. مونږ غواړو د ویزو غوښتونکو ترمنځ یو نظم رامنځته کړو او خلک مو له موجوده کشمکش او عذاب څخه خلاص شي".

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ټینګار کړی چې د ویزو د غوښتونکو د مدیریت لپاره "ډیرې نورې انساني او سمې" تګلارې شته.

کابل کې د پاکستان سفارت تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ښاغلی صالح دا خبره داسې مهال کوي چې شاوخوا دوې اونۍ مخکې په جلال‌اباد ښار کې د پاکستان د ویزې د اخیستلو په ګڼه ګوڼه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه تر پښو لاندې شول او مړه شول.

د ننګرهار ولایت د سیمه‌ييزو چارواکو په وینا په مړو کې ۱۱ ښځې او څلور نارینه شامل دي.