تر سولې وروسته د جګړې بیا نه پیلېدو ضمانت باید وشي ـ سمر

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وايي، د سولې بهیر کې د مېرمنو د اغېزمنې ونډې پرته تلپاتې سوله نشي رامنځته کېدای.

سیما سمر وايي، د هېواد د نیمايي نفوس له لارې سوله نشي رامنځته کېدای او ټینګار کوي چې افغان مېرمنې باید په دغه بهیر کې څنډې ته نشي.

د نوموړې په باور، د مېرمنو په نشتون کې د یوې سیاسي معاملې په تر سره کېدو سره به په افغانستان کې تاوتریخوالی دوام پیدا کړي.

د اوربند په اړه د افغان مېرمنو غوښتنه

اغلې سمر د شنې په ورځ د «غوايي پر ۷مه» د سولې په اړه د مېرمنو د وړاندیزونو د راپور شریکولو پرمهال وویل، چې د مېرمنو په نشتون کې د سولې په اړه تېرو معاهدو هم کومه نتیجه نه ده ورکړې.

سمر زیاته کړه:"په دغه راپور کې د مېرمنو غوښتنه داده، چې د سولې په ټول بهیر کې له پلان جوړونې څخه بیا له طالبانو سره تر خبرو پوري او همدارنګه د توافقنامې په تطبیق کې باید اغېزمنه او رغنده ونډه ولري."

د سولې بهیر کې د افغان مېرمنو پر ونډې د انجلینا جولي ټینګار

د سولې بهیر کې د ښځو پر ونډې د یوناما ټینګار

غني: سوله باید ټول افغانستان لپاره وي نه یوازې کابل لپاره

نوموړې ټينګار وکړ،که چیري د سولې خبرو کې د جګړې د قربانیانو په اړه پر عدالت غوښتنې سترګې پټې شي مېرمنو ته دغه خبرې د منلو وړ نه دي.

اغلې سمر د دې ترڅنګ د عدالت په پام کې نیول، د بشري حقونو د ارزښتونو ساتنه، د سولې خبرو جزئیات له مېرمنو سره شریکول، د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام څخه دفاع او اوربند د سولې بهیر کې د افغان مېرمنو د اساسي غوښتونو په توګه یادې کړې.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې همدارنګه ټینګار وکړ چې د سولې د توافقنامې تر لاسلیک کېدو وروسته د جګړې د بیا نه پیلېدو په اړه باید ضمانتونه شتون ولري.

سمر وویل:"موږ دې ضرورت لرو چې ضمانتونه ولرو، ملګري ملتونه باید هم د اوربند او د توافقنامې څخه نظارت وکړي."

اغلې سمر پر داسې مهال د سولې بهیر کې د مېرمنو پر اغېزمنې ونډې ټینګار کوي چې افغان حکومت د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې افغان مېرمنو ته ۳۰ سلنه ونډه ورکړې ده.

د افغان مېرمنو غوښتنې

افغان حکومت د دې ترڅنګ د دوحې د «بین الافغاني» کنفرانس په ۲۵۰ کسیز نوملړ کې ۵۴ مېرمنې شاملې کړې وې، چې د ګډونوالو د شمېر د زیاتوالې پر سر د ناندریو له امله وځنډېدی.