برني سندرز: د امریکا د یوه جمهور رئیس لپاره باید معیارونه موجود وي

د امریکا د جمهور ریاست دیموکرات کاندید برني سندرز وايي پر ولسمشر د لګیدلو تورونو او تحقیقاتو ملاتړ ځکه کوي چې د هیواد د یوه عالي دفتر معیارونه باید وساتل شي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د ( ډسمبر په ۱۶ مه ) وویل دا قانونی اجراآت باید ژر یوه نتیجه ورکړي.

ښاغلي سندرز وویل:" هغه څه چې د استازو مجلس کوي حقیقت دي. ځکه د امریکا د جمهور رئیس لپاره باید معیارونه موجود وي."

د امریکا د استازو مجلس به روانه اوونۍ د جمهور رئیس د استیضاح لپاره رایه ورکړي.

ټرمپ له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستو او د کانګرس د تحقیقاتو په مخنیوي تورن شوی دی.

د استازو په مجلس کې به د جمهور رئیس د احتمالي استیضاح وروسته موضوع سنا مجلس ته ولاړه شي.

په سنا کې د ولسمشر ټرمپ د محاکمې په جریان کې دیموکراتان له نورو شاهدانو هم د ګواهۍ د اوریدو غوښتنه لري.

دیموکراتان غواړي چې د سپینې ماڼۍ له اجرایي رئیس مایک مولوینې او د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن څخه پوښتنې وکړي.

د سپینې ماڼۍ ستراتیژي تر اوسه ثابته ده او د استازو د مجلس تحقیقات یې یو اړخیزه ساختګي پروسه بللې ده.

سپینه ماڼۍ اوس له وتلو جمهوري غوښتونکو سناتورانو سره کار کوي چې محاکمه ژر ترسره او سیاسي زیان محدود کړي.

ډانلډ ټرمپ وویل:"ما اوریدلي مچ مکانل او لندزي ګراهام په یو شمیر مواردو ډیر توافق لري. زه به هغه څه وکړم چې هغوی یې غواړي. دا مهمه نده. "

د سنا مشر مچ مکانل له حکومت سره د پوره همغږۍ ژمنه کړې ده. کارپوهان پر نوموړي تور لگوي چې بې طرف ندی.