د لاس رسي وړ اتصالات

دېموکرات وکیلان د ټرمپ د استیضاح کولو لپاره رایه ورکوي


په پام کې ده چې د روانې چهارشنبې په ورځ [ډیسامبر ۱۸] د امریکا د استازو په مجلس کې وکیلان د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د استیضاح لپاره رای ګیری وکړي. ممکن ټرمپ د امریکا په تاریخ کې درېم ولسمشر وي چې استیضاح کېږي.

تېره اونۍ د مجلس قضائیه کمېټې د استیضاح دوه موارد چې د ولسمشر لخوا له واک څخه ناوړه استفاده او د کانګرس د تحقیقاتو مخنیوی دی، تصویب کړل.

که وکیلانو په عمومي مجلس کې د استیضاح لپاره مثبته رایه ورکړه، د سنا مجلس چې جمهوریت غوښتوکي پکې اکثریت دي، تحقیقات پیلوي.

د سنا په مجلس کې د دېموکراتانو رهبر چک شومر په یوه لیک د جمهوري غوښتونکو له رهبر مېج مککانېل څخه غوښتي چې د سنا د تحقیقاتو لپاره دې د سپینې ماڼۍ جګپوړي چارواکي احضار کړي.

په لیک کې د ولسمشر د دفتر سرپرست مایک مولواني، د مولواني د نږدې همکار روبرټ بلېر، د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار جان بولټن او د بودیجې ادارې د یوه چارواکي مایکل ډوفي نومونه لیکل شوي دي.

په سنا کې د جمهوریت غوښتونکو د رهبر ویاند ویلي چې مککانېل به له شومر سره د تحقیقاتو پر څرنګوالي سلا مشورې وکړې.

دېموکرات وکیلان په عمومي مجلس کې د ټرمپ د استیضاح کولو لپاره رایه ورکوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

XS
SM
MD
LG