ایا سعودي به سږکال بهرنیانو ته د حج کولو اجازه ورکړي؟

په نړۍ کې د کروناویروس د پیښو په زیاتیدو او د کروناویروس د نویو ډولونو په خپریدو سره سعودي عربستان د سږکال د حج په مراسمو کې د بهرنیو حاجیانو د ګډون د منع کولو په ارزونه بوخت دی.

له موضوع نه خبرو منابعو د رویترز اژانس ته ویلي چې یواځې د عربستان اتباع چې واکسین شوي او یا یې یوه میاشت مخکې د کروناویروس ناروغي تیره کړې، کولای شي د سږکال د فرضي حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

دغو منابعو ویلي دي چې د احتمالي بندیز په اړه بحثونه شوي دي خو تر اوسه وروستی تصمیم ندی نیول شوی.

د کروناویروس د وبا تر خپریدو دمخه هر کال څه دپاسه ۲.۵ میلیون کسانو د حج په مراسمو کې د ګډون او په میلیونو کسانو د کال په اوږدو کې د عمرې حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر کاوه چې د رسمي شمیرو له مخې دې هیواد شاوخوا ۱۲میلیارد ډالر عاید ترلاسه کاوه.

د اقتصادي اصلاحاتو د یوې برخې په توګه د عربستان شهزاده محمد بن سلمان هیله من و چې په ۲۰۲۰کې د فرضي حج د ګډون کوونکو شمیر پنځه میلیون او د عمرې حج د ګډون کوونکو شمیر ۱۵میلیون کسانو ته لوړ کړي او تر ۲۰۳۰پورې دغه شمیره دوه چنده کړي ترڅو زیات عاید ترلاسه کړي.

پدې ترڅ کې دوو نورو منابعو هم ویلي دي چې سعودي مقاماتو د بهرنیو حاجیانو د کوربتوب مخکني پروګرامونه ځنډولي او یواخې کورني حاجیان چې واکسین شوي او یا لږ تر لږه شپږ میاشتې مخکې یې د کرونا ناروغي تیره کړې، د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه لري.

سعودي عربستان تیر کال د خپل معاصر تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د فرضي حج کولو لپاره د بهرنیو زیارت کوونکو راتګ منع کړ او یواځې یو کم شمیر سعودي اتباعو د حج په مراسمو کې ګډون وکړ.

عربستان د فبرورۍ په میاشت کې د ۲۰هیوادونو اوسیدونکي دې هیواد ته د کروناویروس د مخنیوي په خاطر له ورتللو منع کړل.

دغه بندیز تر اوسه هم دوام لري چې په کې د عربي متحده اماراتو، جرمني، امریکا، بریتانیا، جنوبي افریقا، فرانسې، مصر، لبنان، هند او پاکستان اتباع شامل دي.

د امریکا د جانزهاپکینز پوهنتون شمیرې ښیي چې اوسمهال لږ تر لږه ۴۲۱زره کسان په سعودي عربستان کې په کروناویروس اخته شوي چې ددې جملې نه ۷۰۰۶تنه یې مړه شوي دي.