د سعودي عربستان د سیاحت د ادارې د نوې لارښونې له مخې، ښځې وروسته له دې اجازه لري چې د محرم پرته په هوټلونو کې واوسیږي.
د سعودي عربستان د سیاحت او ملي میراث کمیسیون همداشان په خپل ټویټر لیکلي دي چې بهرني نارینه او ښځې کولای شي د نکاح خط له ښودلو پرته په یوه خونه کې سره واوسیږي.
تعرّف على التعديلات الجديدة لضوابط الإسكان في مرافق الإيواء السياحي بالمملكة 🛎🏨 pic.twitter.com/25w7AWGLkj
— هيئة السياحة والتراث (@scthKSA) October 6, 2019
سعودي او بهرنۍ ښځینه اتباع له دې وروسته کولای شي یواځې د تذکرې یا پاسپورت په ښودلو سره د سعودي عربستان په هوټلونو کې خونې کرایه کړي.
د سیلانیانو لپاره په نویو اسانتیاو کې سعودي مقاماتو یوه اونۍ مخکې اعلان وکړ چې ښځینه سیلانیانې کولای شي له بشپړ حجاب پرته د مدینې او مکې څخه غیر د سعودي په ټولو ښارونو کې وگرځي.
څه موده مخکې سعودي مقاماتو ښځو ته د موټر چلولو اجازه هم ورکړې وه.