سعودي عربستان د جمعې په ورځ، فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۶) وویل چې په اوکراین کې د سولې په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د غونډې کوربتوب ته تیار دی.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له پوتین سره د تلیفوني خبرو وروسته په سعودي عربستان کې له هغه سره د کتنې موضوع یاده کړه. پوتین د ۲۰۲۲ په فبروري کې په اوکراین باندې د یرغل امر وکړ.
ټرمپ خبریالانو ته وویل چې له پوتین سره "لومړی ملاقات ښايي په سعودي عربستان کې وکړي."
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل: "[د سعودي عربستان] سلطنت ددې غونډې کوربتوب ته ښه راغلاست وايي او د روسیې او اوکراین ترمنځ د دوامدارې سولې لپاره خپله ژمنتیا بیا تکراروي." په اعلامیه کې ددې غونډې د جوړېدلو په اړه نور جزئیات ندي ورکړل شوي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ "تلیفوني خبرې ستايي" او دا چې دواړه مشران ښايي په سعودي عربستان کې سره وګوري.
د پنجشنبې په ورځ د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وویل چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ په خبرو کې د دوی د احتمالي کتنې د جزئیاتو په اړه هوکړه نده شوې، او دواړو خواوو ژمنه کړې چې ددې کتنې د جزئیاتو په اړه کار کوي.
پسکوف زیاته کړه: "معلومه ده چې دا ډول غونډو ته تیاری وخت نیسي. ممکن څو اونۍ یا میاشتې ونیسي. امکان لري چې څو میاشتي وخت ونیسي."