د لاس رسي وړ اتصالات

د پوتین سره د ټرمپ تلیفوني تماس؛ 'د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو په سمدستي پیل کولو موافقه وشوه'


د ټرمپ او پوتین تلیفوني خبرې
د ټرمپ او پوتین تلیفوني خبرې

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۴) وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په تلیفوني خبرو کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هغه هیواد له مشر سره د مذاکراتو په "سمدستي" پیل کولو موافقه وشوه.

ټرمپ د ټروټ سوشیل په ټولنیزه شبکه باندې په یو پیغام کې لیکلي: "د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره په تماس به یې پیل کړم چې د مکالمې په اړه هغه ته معلومات ورکړم؛ هغه کار چې همدا اوس به یې ترسره کړم."

د متحده ایالاتو ولسمشر د دې پیغام په دوام لیکلي: "د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر جان رټکلیف، د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز او د متحده ایالاتو سفیر او ځانګړي استازي سټیف ویټکوف ته لارښوونه شوې چې د خبرو اترو مشري وکړي، چې فکر کوم قوي او بریالۍ وي."

د امریکا ولسمشر له پوتین سره خپلو تلیفوني خبرو ته په اشارې سره دا هم ویلي چې: "موږ موافقه وکړه، چې له سره کار وکړو، د یو بل له هیوادونو څخه د کتنې په ګډون له نږدې کار وکړو. همداشان مو موافقه وکړه چې زموږ ټیمونه باید ژر تر ژره خبرې اترې پیل کړي."

ټرمپ دا نه ده څرګنده کړې چې د اوکراین او روسیې جګړه به په کومو شرایطو پای ته رسیږي. خو د امریکا د دفاع وزیر پیت هیګست، چې د اوکراین د دفاع لپاره د تماس د ډلې په غونډه کې د ګډون لپاره جرمني ته تللی، د چهارشنبې په ورځ د اوکراین اصلي غوښتنه چې د شمالي اتلانتیک د تړون په سازمان (ناټو) کې د دغه هیواد تدریجي غړیتوب دی، رد کړه.

ټرمپ دا هم ویلي چې له پوتین سره یې د اوکراین پر مسئلې سربېره د منځني ختیځ، انرژۍ، په مصنوعي ځیرکتیا، د ډالرو د پیاوړتیا او یو لړ نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا ولسمشر په دې پیغام کې ویلي چې پوتین حتی پدې تلیفوني مکالمه کې دده [ټرمپ] د ټاکنیز کمپاین خورا پیاوړی شعار یعنی "عقل سلیم" کارولی او ټینګار یې کړی چې دواړه مشران "په ژور" پدې باور لري.

ولسمشر ټرمپ له ولادیمیر پوتین څخه د امریکايي ښوونکي مارک فوګل د خوشي کولو له امله مننه هم وکړه، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې په روسیه کې بندي و. ټرمپ د سه شنبې په ماښام په سپینه ماڼۍ کې فوګل ته ښه راغلاست ووایه.

مارک فوګل د ډاکتر لخوا د توصیه شویو چرسو لرلو په تور د ۲۰۲۱ د اګست راهیسې په روسیه کې قید وو. فوګل په داسې حال کې چې د ټرمپ ترڅنګ ولاړ وو، وویل: "زه همدا اوس ځان ترټولو بختور انسان احساس کوم."

فوګل د ولسمشر سربېره د متحده ایالاتو د ډیپلوماتانو او قانون جوړوونکو ستاینه یې وکړه چې د هغه د خلاصون لپاره یې هڅه کړې. فوګل وویل، "زه د هغه څه پوروړی یم چې دوی زما لپاره کړي دي."

ټرمپ وویل د روسیې له زندان څخه د فوګل د خوشې کېدو مننه کوي. ټرمپ ددې امریکايي ازادېدل "خورا عادلانه او معقول" وبلل خو د هغه د خوشې کېدو د موافقې د جزئیاتو له ورکولو څخه یې ډډه وکړه.

ټرمپ زیاته کړه چې د نورو کسانو د ازادېدلو اعلان به د چهارشنبې په ورځ وشي.

ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست د واک تر اخیستو مخکې ژمنه کړې وه چې د روسیې او اوکراین جګړه به ژر تر ژره پای ته ورسوي، خو د ټرمپ مرستیالانو په دې وروستیو کې ویلي چې دی غواړي دا کار د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو سلو ورځو کې، یعنې د اپریل تر پایه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG