سعودي عربستان په امریکا کې د خپل تجارت او پانګونې اندازه ۶۰۰ میلیارد ډالرو ته رسوي

ټرمپ په ۲۰۱۷ کې د امریکا د ولسمشر په توګه په خپل لومړي بهرني سفر کې سعودي عربستان ته تللی و

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۲ (سلواغه درېیم) د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په تیلیفون کې خبرې وکړې او سپینې ماڼۍ ته یې د هغه د بیا ستنېدو له کبله مبارکي‌ ورکړه.

د سعودي عربستان د خبري رسنۍ په اساس، بن سلمان ټرمپ ته ویلي دي چې ریاض به په اینده څلورو کلونو کې له واشنګټن سره د تجارت او پانګونې کچه ۶۰۰ میلیارد ډالرو ته رسوي.

په راپور کې د سعودي عربستان د ولیعهد له خولې ویل شوي دي که نور امکانات هم برابر شي، دا اندازه به تر دې هم لوړه شي.

ډونالډ ټرمپ په خپل لومړي دور کې د امریکا د ولسمشر په توګه په خپل لومړي بهرني سفر کې سعودي عربستان ته ولاړ او ریاض یې د انرژۍ او امنیت په برخو کې د واشنګټن مهم شریک وباله.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د لوړې په مراسمو کې وویل که سعودي عربستان له متحدو ایالتونو څخه د ۵۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت محصولات وپیري، هغه به بیا په خپل لومړي بهرني سفر کې ریاض ته ولاړ شي. ټرمپ وویل چې تېرځل سعودي عربستان ژمنه کړې وه چې د ۴۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت به امریکايي محصولات اخلي.

ریاض او د ټرمپ ټیم واک ته د جوبایډن له رسېدو وروسته هم د اړیکو د قوي کولو په لټه کې وو او په خاص ډول د ټرمپ‌ د خصوصي شرکت لپاره د بیارغونې د قراردادونو د ترلاسه کولو او پانګونې له لارې.

جوبایډن په ۲۰۱۸ کال کې په خپلو انتخاباتي‌ مبارزو کې په سعودي عربستان باندې د بشري حقونو د نقض له کبله نیوکې کولې، په دې کې د سعودي عربستان د یو خبریال جمال خاشقاجي په وژلو انتقاد هم شامل و.

خو وروسته بیا د دواړو ترمنځ روابط په ډراماتیک ډول ښه شول او دواړو هڅه وکړه چې په «لویې معاملې» باندې خبرې وکړې. په همدې ترڅ کې د اسرائيل د رسمیت پېژندنې په بدل کې متحدو ایالتونو له سعودي عربستان سره دفاعي‌تړون لاسلیک کړ او په ملکي‌ اتومي برخې کې یې له ریاض سره مرسته وکړه. خو په اسرائیل باندې د حماس له برید وروسته دا معامله په ټپه ودرول شوه.

تر دې مخکې سعودي عربستان ویلي وو، له اسرائيل سره په دې شرط روابط عادي کوي چې اسرائیل د فلسطین ستونزو ته د پای ټکی کېږي.

دا مطلب د رویټرز او فرانس پرس د راپورونو په اساس لیکل شوی.