په کابل کې د سعودي عربستان سفارت خپل فعالیتونه بیرته پیل کړل

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت یکشنبه ډسمبر ۲۲ ( مرغومي دویمه) ویلي چې په کابل کې یې پداسې حال کې خپل فعالیتونه د سره پیل کړي چې لا هم ریاض د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل په سفارت کې د دیپلوماتیکي کړنو د کچې په هکله څه ندي ویلي.

په افغانستان کې د سعودي سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د حکومت غوښتنې سره سم یې افغانانو ته د "ټولو خدماتو برابرولو په هدف پریکړه کړې چې د ډسمبر میاشتې په ۲۲ مې په کابل کې خپل فعالیتونه د سره پیل کړي".

سره لدې چې د سعودي عربستان حکومت د طالبانو لومړنی حکومت په رسمیت پیژندلی و خو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې په ۱۵ مې څو ورځې وړاندې چې کابل د طالبانو لاسته ورشي، ریاض خپل ټول دیپلوماتان د افغانستان څخه وویستل.

خو د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې سعودي عربستان په کابل کې د قونسلي خدماتو بیرته پیل کولو اعلان وکړ او خیریه حکومتي سازمان یې هم په افغانستان کې د بشري مرستو ویش ته دوام ورکړ.

د سعودي حکومتي خیریه سازمان د بشري مرستو تر څنګ، د روغتیا، پوهنې، اوبو او خوراکي مصؤنیت په برخې کې په افغانستان کې د خلکو سره مرستې کوي.

کابل کې د سعودي عربستان سفارت هغو زرګونو زرګونو افغانانو ته قونسلي خدمات برابروي چې دې هیواد ته د کار لپاره ورځي.

د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې په افغانسان کې طالبان واک ته رسیدلي، د نړۍ هیڅ هیواد یا نړیوالې ادارې د هغوي حکومت په رسمیت ندی پژندلی او محدود شمیر هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه او سیاسي استازولۍ بیرته پرانیستلي دي.

د سعودي عربستان تر څنګ، قطر، متحده عربي اماراتو او یو شمیر سیمه ایزو او ګاونډیو هیوادونو په کابل کې سفارتونه پرانیستي خو لا معلومه نده چې پدې هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ د طالبانو په کنټرول کې دي که نه.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره له وړاندې ځینې شرطونه اعلان کړي دي. په ډې شرطونه کې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د افغانانو بشري حقونو ته درناوی، د ټولشموله حکومت جوړیدل او د القاعده تروریستي ډلې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو پریکون شرطونه شامل دي.