د لاس رسي وړ اتصالات

ملاحسن اخوند د متحده عربي اماراتو د دولت د رئیس محمد بن زاید آل نهیان سره کتلي


د طالبانو حکومت متحده عربي اماراتو ته د ملا محمد حسن اخوند او د دغه هیواد د دولت د رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره د کتنې نیټه نه ده ښودلې.
د طالبانو حکومت متحده عربي اماراتو ته د ملا محمد حسن اخوند او د دغه هیواد د دولت د رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره د کتنې نیټه نه ده ښودلې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد متحده عربي اماراتو ته د درملنې په موخه د دغه حکومت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د سفر او هلته د متحده عربي اماراتو د دولت د رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره د کتنې خبر ورکړی دی.

ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه دا نه دي لیکلي چې ملا محمد حسن اخند عربي متحده اماراتو ته د روغتیايي معایناتو په موخه څه وخت تللی و او ددغه هیواد د دولت د رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره یې کله کتلي وو.

هغه د ملاحسن اخوند او رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان کتنې په اړه ویلي: " په دې لیدنه کې د کوربه هېواد ولسمشر د ا. ا. رئیس الوزراء [ طالبانو حکومت] د صحت د پوښتنې تر څنګ یاد هېواد ته د نوموړي د ورتګ له امله خوښي وښوده. هغه وویل چې متحده عربي امارت د ورور هېواد په توګه د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د افغان ملت تر څنګ ولاړ دی". ذبیح الله مجاهد دا نه دي ویلي چې ملا حسن اخوند څه وخت متحده عربي اماراتو ته تللی وو او د هغه سره د محمد بن زاید آل نهیان کتنه څه وخت شوې ده.

تراوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول د ملاحسن اخوند د ناروغۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو ته نږدې سرچینو امریکا غږ ته ویلي وو، چې هغه د زړه په ناروغۍ اخته دی او تراوسه یې دوه ځلې د زړه عملیات هم کړی دی.

ملاحسن اخوند د تیر ۲۰۲۳ کال په دوبي کې د ورپیښې ناروغۍ د درملنې لپاره یو څه موده له خپلې دندې هم ګوښه شوې وو.

د ملامحمد حسن اخوند د ناروغۍ د راپورونو د خپریدو وروسته د طالبانو حکومت د مې ۱۶ (غوایي۲۶) اعلان وکړ، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د ملا حسن اخوند پر ځای مولوي عبدالکبیر د رئیس الوزرا د سرپرست یا کفیل په توګه ټاکلی دی.

خو ملا حسن اخوند د شاوخوا دوو میاشتو درملنې او رخصتیو وروسته د جولاۍ په ۱۷ بیرته ارګ ته راستون شو.

د ذبیح الله مجاهد له خوا د متحده عربي اماراتو د دولت د رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره د ملاحسن اخوند د کتنې په خپور شوي عکس کې د طالبانو د حکومت لوړپوری چارواکی انس حقاني هم لیدل کیږي.

که څه هم طالبان د متحده عربي اماراتو پرځای د قطر سره ډیرې نږدې اړیکې لري او د طالبانو سیاسي دفتر هم د ۲۰۱۰ کال راهیسې په دوحه کې پرانیستی دی، خو په دې وروستیو کې د متحده عربي اماراتو سره هم د طالبانو اړیکې پراخه شوي دي.

متحده عربي اماراتو د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سربیره ددغه حکومت نور لوړ پوړې چارواکي هم دغه هیواد ته بللي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د نړیوالو بندیزونو سره مخ دی د روان کال ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې په سر کې سعودي عربستان ته د حج د سفر پر مهال متحده عربي اماراتو ته هم سفر کړی و.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د جون په پنځمه ( جوزا ۱۶) متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ او هلته یې د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست سراج الدین حقاني د سفر په اړه غبرګون ښودلی و او ویلي یې و، چې د ملګرو ملتونو غړي باید د بندیزونو لاندې طالب مقاماتو د سفرونو په اړه اجازه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: "زه یوازې دا یادونه کوم چې د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې د طالبانو کوربانه باید د معافیت د پروسې له لارې، چې په ۱۹۸۸ کال کې د ملګرو ملتونو د جزا کمېټې مشخص کړې د سفر اجازه ترلاسه کړي او دا مهمه ده چې غړي هیوادونه دا تګلاره عملي."

د سراج الدین حقاني په ګډون اوس مهال د طالبانو د حکومت د ۵۸ چارواکو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې دي. د طالبانو پر چارواکو لګول شوي بندیزونو کې د سفر محدودیتونه او د هغوی د شتمنیو کنګل کول شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG