د فرانس پرس خبري اژانس نن یکشنبه نومبر ۱۷ (لړم۲۷) راپور ورکړی دی چې سعودي عربستان سږکال څه باندې ۱۰۰ تنه اعدام کړي چې درې یې افغانان دي. دا د تېرو دوو کالونو په پرتله په سعودي عربستان کې په اعدامونو کې درې برابره زیاتوالی ښيي.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د راپور په اساس د اعدام وروستی حکم د شنبې په ورځ د نجران په جنوب لویدیځه سیمه کې پر یو یمني وګړي عملي شوی چې خلیج ته د مخدره موادو د قاچاقو په تور محکوم و.
د فرانسې خبري اژانس چې دا شمېرې یې د سعودي د حکومت له رسمي اعلامیو او راپورونو څخه راټولې کړې، ویلي چې په دې سره په سعودي عربستان کې په روان کال کې د اعدام شویو بهرنیانو شمېر ۱۰۱ رسېدلی دی.
د سعودي عربستان حکومت په ۲۰۲۳ کې ۳۴ بهرني وګړي په بېلابېلو جرمونو کې د لاس لرلو له کبله اعدام کړي و. دا شمېره په ۲۰۲۲ کال کې هم ۳۴ کسانو ته رسېدلې وه.
په جرمني کې د اروپا-سعودي د بشري حقونو سازمان ویلي چې په روان عیسوي کال کې په سعودي عربستان کې د اعدام شویو بهرنیانو شمېر بېساري کچې ته پورته شوی دی.
د دغه سازمان حقوقي مسول طه الحاجي وویل: "دا په یو کال کې د بهرنیو وګړو د اعدام تر ټولو لوړه شمېره ده. سعودي عربستان هېڅکله هم په یو کال کې ۱۰۰ بهرنیان نه و اعدام کړي."
په سعودي عربستان کې د اعدام د سزا د ورکولو مسله تل د بشري حقونو د دفاع ادارو له پراخو انتقادونو سره مخ شوې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په اساس له چین او ایران څخه وروسته سعودي عربستان درېیم هېواد دی چې په ۲۰۲۳ کال کې پکې د اعدام زیاتې پېښې ثبت شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د روان کال له پیل څخه د نومبر تر ۱۷ پورې په سعودي عربستان کې ۲۷۴ کسان اعدام شوي دي.
په دغو اعدام شویو کسانو کې درې افغانان، ۲۱ پاکستاني وګړي، ۲۰ یمنيان، ۱۴ د سوریې اتباع، ۱۰ نایجریایي وګړي، نهه مصریان، اته اردني، اوه ایتوپیايي، درې د سعودي عربستان خپل اتباع، درې هندي او یو – یو سریلانکايي، اریتریايي او فیلیپیني وګړي شامل دي.
سعودي عربستان له درې کلنې وقفې وروسته په ۲۰۲۲ کال کې دغه هېواد ته د مخدره موادو د قاچاق اړوند جرایمو کې ښکېلو کسانو ته د اعدام د سزا ورکولو لړۍ بېرته پیل کړه. سږکال هم په سعودي عربستان کې ۹۲ کسان د مخدره موادو د قاچاق اړوند جرایمو له کبله اعدام شوي چې ۶۹ یې بهرنیان دي.
د بشري حقونو فعالان او دیپلوماتان وايي چې په سعودي عربستان کې په جرایمو کې تورن بهرني وګړي د محکمې اسنادو او مدارکو ته د لاسرسي حق نه درلودلو په ګډون د منصفانه محاکمې په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.
طه الحاجي وویل چې په سعودي عربستان کې بهرني وګړي "تر ټولو زیات زیانمنونکي خلک" دي. د هغه په وینا دوی نه یوازې "د مخدره موادو د لویو کاروباریانو قربانيان" دي بلکې د نیول کېدو له شیبې څخه تر اعدامېدلو پورې له "یو لړ حقوقي سرغړونو" سره مخامخ دي.
که څخه هم د سعودي عربستان د حکومت په رسمي اعلامیو کې د اعدام د حکم عملي کولو د څرنګوالي په تړاو جزئيات نه وړاندې کېږي خو دغه هېواد د اعدام په سزا د محکومو کسانو د سرونو په غوڅولو کې شهرت لري.