سعودي‌ د کرونا بندیزونه لېرې کړل؛ عمره پیل شوه 

د سعودي عربستان حکومت د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونه لګولي وو

د سعودي عربستان حکومت د کروناویروس له کبله لګول شوي بندیزونه لېرې کړل او ورسره سم د عمرې حج هم پیل شوی دی.

د سعودي‌ حکومت د یکشنبې په ورځ اکتوبر۴ (تلې۱۳) اجازه ورکړه چې د اوس لپاره هره ورځ ۶۰۰۰ کسان کولی شي چې عمره او د «مکې زیارت» وکړي او هر کس باید په دریو ساعتونو کې خپل کارونه تمام کړي.

چارواکي وايي په لومړیو ورځو کې یوازې د سعودي خلک او د سعودي‌ اوسېدونکو ته د ا اجازه ورکړل شوې ده چې شاید ژر د نوور هېوادونو وګړو ته هم د عمرې اجازه ورکړل شي.

د مکې جومات هره ورځ څو ځلې وینځل کیږي چې د کروناویروس څخه وساتل شي. حکومت زیارت کوونکو ته یو «آپ» جوړ کړی او هغوی باید خپل د عمرې وخت، ورځ، ترانسپورت او نور کارونه په انلاین بڼه ترسره کړي. حکومت‌ وايي د دغه کار هدف دا دی چې ګڼه ګوڼه جوړه نشي.

مکې ته د داخلېدو او د عمرې پر حج د کروناویروس له کبله د لګول شویو بندیزونو د لېرې کېدو دویمه مرحله به د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۸ نېټه پيل شي چې بیا به په یو وخت د ۱۵۰۰۰ او ۴۰۰۰۰ ترمنځ کسانو ته د عمرې او طواف اجازه ورکول کیږي.

د سعودي‌ د کورنیو چارو وزارت وايي چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به د نړۍ د نورو مسلمانو هېوادونو وګړو ته هم اجازه ورکړل شي چې سعودي ته سفر او عمره وکړي. دا مهال سعودي‌ ته ځینې نړیوال پروازونه کیږي.

سعودي د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مارچ له میاشتې راهېسې د عمرې په حج بندیز لګولی و او سږکال یې د نورو مسلمانو هېوادونو میلیونونو وګړو ته هم اجازه ورنکړه چې «فرضي» حج وکړي.

سږکال شاوخوا ۱۰۰۰ داخلي کسانو «فرضي» حج وکړ.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس په سعودي عربستان کې تر دې دمه د کروناویروس له کبله ۴۸۵۰ کسان مړه شوي او ۳۳۶۰۰۰ نور په دغه ویروس اخته شوي دي.