محمد بن سلمان:د خاشقجي قاتلانو سره قانوني چلند کیږي

سعودی ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وایي د خبریال جمال قاشقجي قاتلان د قانون منګولو ته سپاري.

دا په ترکیې کې د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کې د خبریال خاشقجي د وژل کیدو نه وروسته لومړی ځل دی چې ښاغلی سلمان پدې هکله تبصره کوي.

ولیعهد سلمان په سعودي عربستان کې د سرمایه کارۍ په اړه کانفرنس ته په وینا کې وویل چې د خبریال وژنې چې کومه فتنه رامنځته کړیده هغه به د سعودي د اصلاحاتو پروگرام گډوډ نه کړي.

هغه زیاته کړه "مونږ به نړۍ ته دا ثابته کړو چې د سعودي او ترکیې حکومتونه مجرمینو ته د سزا ورکولو لپاره همکاري کوي او پدی لړ کې به عدالت پرځای شي."

ښاغلي محمد بن سلمان دغه وینا د امریکا د ولسمشر ټرمپ د هغه څرگندونو نه څو ساعته وروسته کړیده چې ولیعهد سلمان د خبریال د وژلو په اړه نهایي مسولیت لري.

ښاغلي ټرمپ وویل چې ددې واقعې د پټولو هڅې په تاریخ کې د یوې مسلې د پټولو تر ټولو ناوړه پېښه ده.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي امریکا یوشمیر کسان تشخیص کړی دی چی د سعودی خبریال د مرگ په پېښه کې د لاس لرلو شک پرې کیدلی شي.