افغانستان کې هرو پنځو ماشومانو کې دوه له زده‌کړو محروم دي ـ راپور

له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیواله اداره یا «سېف د چلدرین» وايي، له هرو پنځو پر شرایطو برابرو افغان شومانو له ډلې دوه یې له زده کړو څخه محرم دي.

دغه ادارې د چهارشنبې په ورځ د «غبرګولې پر ۸مه» په دې اړه خپل کلني راپور کې له زده کړو څخه د ماشومانو د محرومیت لوی لامل په افغانستان کې روانه جګړه او تاوتریخوالی یاد کړی دی.

سیو د چلدرین ویلي، که څه هم په افغانستان کې وضعیت مخ په ښه کېدو دی، خو زیاتوي چې پر ښوونځو د بریدونو په اړه اندېښنه لا پر خپل ځای پاتې ده.

په راپور کې ویل شوي:" ۱۵سلنه افغان ماشومان له د جګړو او نښتو له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړیستل شوي دي، ګڼ شمېر یې زده کړو ته لاسرسی نه لري، یا یې له ښوونځیو څخه د وسله والو ډلو لخوا استفاده کېږي او یا هم د پوځي اهدافو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي."

د سیو د چلدرین د معلوماتو له‌مخې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پر ښوونځیو د بریدونو، د زده کوونکو یا کار کوونکو د ګواښلو، او یا د ښوونځو په ساحه کې د نښتو ۸۷۰ پېښې ثبت شوي دي.

زیانمن شوی ښوونځی

راپور وايي، چې دا مهال شااوخوا زر بابه ښوونځي د غیر مسؤله وسله والو، د افغان او نړیوالو سرتېرو لخوا تخریب، یا اشغال او یا هم د جګړو له امله بند شوي دي.

دا راپور پر داسې مهال خپرېږي چې افغان چارواکي په اسپانیا کې د ښوونځو د خوندیتوب په اړه کنفرانس کې ګډون هم کوي.

سیو د چلندرین ویلي چې پر ښوونځو د بریدونو یو لامل له ښوونځو څخه د رایو ورکونکو د مرکزونو په توګه استفاده کول او یا هم پکې د وسله والو ډلو ځای پر ځای کېدل دي چې له امله یې ورباندې بریدونه شوي دي.

دغه ادارې ویلي چې ښه ښوونځو څخه باید د سیاسي فعالیت په هدف استفاده ونشی او پر افغان حکومت یې غږ کړی چې د جګړې پر مهال د ښوونځو د خوندیتوب په اړه دوی ته ضمانت ورکړي.

د افغانستان لپاره د ماشومانو د ملاتړ د برخې مشر اونو وان منین ویلي:

"دا یو نېک اقدام دی چې یو پلاوی په اسپانیا کې د ښوونځو څخه د ملاتړ نړیوال کنفرانس ته لېږل کېږي، د ښوونځو د خوندیتوب اعلامیه په رسمیت پيژندل شوې ده، دا یو مشخص ګام دی چې ښه يي د افغانستان حکومت د ماشومانو د خوندیتوب ته ژمن دی، موږ له افغان حکومت څخه غواړو چې د وسله والو نښتو پر مهال د ښوونځو د خوندیتوب ضمانت وکړي،له ښوونځیو څخه د رایو ورکونکوو د مرکزونو په توګه استفاده شوې ده، وسله والو ډلو لخوا اشغال شوي دي چې له امله ورباندې بریدونه شوي، له ښوونځو څخه باید یوازې د زده کړو لپاره کار واخیستل شي."

له ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې یا سیو د چلدرین د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې د جګړې پر مهال د ماشومانو حقوقو ته پاملرنه وکړي او له زیانمنېدو څخه یې دي مخنیوی وکړي.

د جګړې له امله زیانمن شوی ښوونځی

سیو د چلدرین پر داسې مهال له ښوونځو څخه د افغان ماشومانو پر محرومیت اندېښنه ښودلې چې تېره ورځ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا یونیسف هم ویلي چې په تېرو دوو کلونوو کې په افغانستان کې پر ښوونځو بریدونه دری برابره زیات شوي دي دي.

یونیسف ویلي و چې په تېر ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې پر ښوونځیو د بریدونو نژدې ۲۰۰ پېښې ثبت کړي چې نسبت ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال ته چې ۶۸ پېښې ثبت شوي وې دری برابره زیاتوالی ښيي.