'د افغان سولې مذاکراتو دویم پړاو راتلونکې شنبه پیلېږي'

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سولې مرکچي پلاوی وايي چې د دواړو خواو د فیصلې په اساس د سولې دویم پړاو مذاکرات د راتلونکې شنبې په ورځ په دوحه کې پیلېږي.

د دغه پلاوي یو غړي غلام فاروق مجروح د پنجشنبې په ورځ جنوري اومه (مرغومي ۱۸) وویل چې تېره ورځ ماښام د دواړو خواو کاري کمېټو مقدماتي غونډه کړې ده.

هغه زیاته کړه: "پر دې سلا وشوه چې دواړه خواوې د شنبې په ورځ له توحیدشوې اجنډا سره د سولې دویم پړاو مذاکرات پیل کړي".

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سولې مرکچي پلاوی د دویم پړاو مذاکراتو د پیل لپاره د سې‌شنبې په ورځ د جنوري پنځمه (مرغومي ۱۶) قطر ته سفر وکړ.

د دغه پلاوي یوې غړې حبیبې سرابي وویل چې دویم پړاو مذاکرات به له "هیلو او اندېښنو" سره مل وي.

هغې زیاته کړه چې په دغه پړاو کې به له طالبانو سره "سخت او جدي" بحثونه وشي.

په عین حال کې د افغانستاند جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح د سولې بهیر د اوږدېدو مسولیت د طالبانو په غاړه اچولی او ویلي یې دي چې دغه ډله د نوي افغانستان حقیقتونه نه مني.

ښاغلي صالح چې په ننګرهار کې یوې غونډې ته وینا کوله زیاته کړه چې افغان حکومت له طالبانو سره د اسلامي شریعت او سنت په اساس د سولې مذاکراتو د پرمخ وړلو وړاندیز کړی خو پر وینا یې دغه ډله له امریکا سره د تړون په اساس د خبرو په ترسره کولو ټینګار لري.

هغه زیاته کړه: "دا په دې معنا ده چې اساسي موضوع واک دی نه دین، دا نه جهاد دی، نه دین دی، نه شریعت دی او نه محمدي سنت".

ښاغلي صالح دغه راز وویل چې دا ځل به د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی له طالبانو څخه د اسلامي نظام د څرنګوالي پوښتنه هم وکړي چې د هغه په وینا د طالبانو ډله به ورته د قناعت وړ ځواب ونلري.