له افغانستان څخه پر شرایطو د برابرو کسانو د ایستلو لپاره د امریکایي سناتورانو هڅې

په لس ګونه دیموکرات سناتوران د هغو افغانانو او نورو کسانو د ایستلو په هدف پر جمهور رئیس جوبایډن فشار اچوي چې د اګست په ۳۱ د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په هغه هیواد کې پاتې دي.

یو شمیر سناتورانو په همدې منظور یو لیک لاسلیک کړی او په دې لیک کې یې له ښاغلي بایډن څخه غوښتې دي چې په سپینه ماڼۍ او د بهرنیو چارو په وزارت کې دوه لوړ پستونه رامنځ ته کړي.​

سناتوره ماریا کانټول وایي، حد اقل ۱۸۰۰ کسانو د هغې له دفتر سره تماس نیولی دی چې په دې کسانو کې امریکایي اتباع، د خاصو ویزو درلودونکي، خبریالان او نور قرار دادیان شته چې په کابل کې یې د امریکا د سفارت لپاره کار کړی دی.

میرمن کانټول د چهار شنبې په ورځ وویل:"موږ پوهیږو چې اوس هم ډیر کسان په افغانستان کې لرو کوم چې بند پاتې دي او هغوی د امریکا دوامداره ملاتړ او مرستې ته ضرورت لري."

میرمن کانټول وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو د دوو دیموکراتو کاندیدانو سناتورې الیزابت وارن او کوري بوکر په ګډون یولسو نورو سناتورانو هم دا لیک امضا کړ.

سناتورانو په دې لیک کې لیکلي:"د امریکایانو پر ایستلو تمرکز له هغو کسانو پرته چې موږ یې د ایستلو ژمنه کړې، د منلو وړ نده. د ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخ دی او د امریکا متحده ایالاتونو نړیوال شهرت له خطر سره مخ دی.‌"

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي په لیک کې د نیوکو او غوښتنو په اړه د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:" موږ موافق یو چې په افغانستان کې نور کارونه د ترسره کیدو لپاره پاتې دي، دا مهمه او ضروري ده چې د افغانستان خلکو ته بشري مرستې ورسوو."

میرمن ساکي زیاته کړه، جمهور رئیس بایډن دا موضوع تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش سره هم شریکه کړه او د امریکا حکومت د بشري مرستو د پروازونو په اړه د قطر له حکومت سره کار کوي.

د امریکا متحده ایالتونو په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د دوو اوونیو په ترځ کې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان ویستل چې د امریکا د حکومت یو شمیر چارواکي دا ددې هیواد په تاریخ کې د تخلیې لوی ماموریت بولي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت روانه اوونۍ وویل، اوس هم شاوخوا ۱۰۰ امریکایي اتباع له افغانستان څخه د وتلو انتظار کاږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړته کړه ددغو کسانو د تخیلې په وړاندې لوی خنډ دادی چې "طالبان د وړاندوینې وړ" ندي.

د جمهوري غوښتونکو هڅې

جمهوري غوښتونکي سناتوران دا موضوع د یوې لایجې له لارې تعقیبوي. د دوشنبې په ورځ ۲۲ جمهوري غوښتونکو سناتورانو د افغانستان د ترهګرۍ ضد ، څارنې او شفافیت لایحه معرفي کړه.

دا لایحه به د نورو موضوعاتو په ګډون، د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د یوې کاري قوي په رامنځ ته کیدو کار وکړي چې د امریکایي اتباعو، د دایمي استوګنې د کارتونو د درلودونکو او د مهاجرت د خاصو ویزو درلودونکو پر تخلیه کیدو چې تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي تمرکز وکړي.

سناتور جیم ریش په یوې بیانه کې وویل:"یو نامالوم شمیر امریکایي اتباع او افغان همکاران د طالبانو له تهدید سره په افغانستان کې هیر شوي دي، موږ د امریکا په وړاندې له نویو ترهګریزو تهدیداتو سره مخ یو، طالبان که څه هم د افغان نجونو او میرمنو حقونه تر پوښو لاندې کوي، په غلطه په ملګرو ملتونو کې د شناخت په لټه کې دي."

دیموکراتو سناتورانو همدارنګه د امریکا له حکومت څخه غوښتي دي چې چارواکي وټاکي څو د بشري حقونو د ملاتړ او د تګ راتګ د اجازه په برخه کې طالبانو په خپلو کړو ژمنو ځواب ویونکي وساتي او د طالبانو له نوي حکومت سره د بشري مرستو او د یوه نړیوال هوایي ډګر د فعالیت په برخه کې همکاري وکړي.