کرونا؛ د کاروبارونو د بیا پرانیستو په اړه د امریکا د سنا استماعیه غونډه

کرونا په امریکا کې تر بل هر هېواد ډېر کسان مړه کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو سنا د دغه هېواد د روغتیا تر ټولو لوړ پوړي چارواکي د کاروبارونو د بیا پرانیستلو په اړه استماعیه غونډې ته وربللي ‌دي.

ټاکل شوې چې نن سه شنبه مۍ ۱۲ (غوايي۲۳) د امریکا د ساري ناروغیو د مطالعاتو د ملي انستیتوت مشر انتوني فوچي، د ناروغیو د مخنیوي او کنترول د مرکزونو مشر رابرټ ریډفیلډ، د عامې روغتیا د وزارت مرستیال بریډ ګیرویر او د خواړو او درملو د ادارې کمېشنر سټیفن هان په سنا کې د کاروبارونو د بیا پرانیستلو او نه پرانیستلو په اړه معلومات ورکړي.

ښاغلي‌فوچي ویلي دي چې دغې غونډې ته به د کاروبارونو، ښوونځیو او نور چارو په بیا پرانیستلو کې د عجلې د خطرونو په اړه معلومات ورکړي.

هغه ويلي‌ دي چې په دې اړه بېړه کول به په امریکا کې یو لړ نورې وباوې وزیږوي. هغه په دغه برخه کې بېړه او عجله خطرناکه بللې ده.

ښاغلي فوچي او رابرډفیلډ همدا اوس ځانونه په کورونو کې قرنطین کړي دي، هغوی څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې په کروناویروس له یو اخته کس سره یې تماس نیولی و. دوی به استماعیه غونډه کې د ویدو کنفرانس له لارې وغږیږي.

د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په امریکا کې ټول کاروبارونه، ښوونځي، پوهنځي، کلیساوې، جوماتونه او ډېر نور بند شوي‌ او په دې سره په امریکا کې ډېر خلک بیکاره شوي‌ او د دغه هېواد اقتصاد یې زیانمن کړی دی.

د ولسمشر ټرمپ ادارې د امریکا ایالتونو ته ویلي دي‌چې خپلو حالاتو او شرایطو ته په کتو دې کاروبارونه او عادي ژوند بېرته پیل کړي.

په همدې حال کې په سپینې ماڼۍ باندې انتقاد کیږي چې د کاروبارونو له بیا پرانیستلو وروسته د دې ضمانت څوک کولی شي چې ماموران او کارکوونکي به په کروناویروس نه اخته کیږي.

همدا څو ورځې مخکې د سپینې ماڼۍ دوه کارکوونکي په کروناویروس اخته شول. د سپینې ماڼۍ مامورانو ته ویل شوي چې ماسکونه وتړي.

د دموکرات ګوند یو شمېر غړي‌تاکید کوي‌ چې باید د کروناویروس د معاینې لپاره نوره بودیجه هم اعلان شي او د معایناتو امکانات دې زیات شي‌.

د جانز هاپکینس پوهنتون د معلوماتو له مخې د واشنګټن ډي سي په وخت د سه شنبې تر سهار پورې د کروناویروس له کبله په امریکا کې ۸۰۶۴۵ کسان مړه شوي‌او څه باندې ۱.۳ میلیون نور کسان په دغه ویروس اخته دي.

په امریکا کې شاوخوا نهه میلیون نورو خلکو ځانونه معاینه کړې چې په کروناویروس اخته نه وي.

د کروناویروس د تېرکال د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو او سیمو کې یې څه باندې ۲۸۶۶۰۰کسان مړه کړي او شاوخوا ۴.۲ میلیون نور پرې اخته دي.