جنوبي کوریا: انلاین چینايي توکي د سرطاني ناروغیو سبب کیږي

د شین، تیمو او علي اکسپرس په ګډون چینايي انلاین پلورنځیو نړیوال شهرت موندلی دی.

جنوبي کوریا د چهارشنبې په ورځ، اګست ۱۴مه (زمري ۲۴)، وویل د چینايي شرکتونو له خوا په انلاین بڼه خرڅېدونکو یو شمېر توکو کې یې داسې زهرجن مواد موندلي چې په انسانانو کې د سرطان او نورو روغتیايي ستونزو لامل کیږي.

د شین، تیمو او علي اکسپرس په ګډون چینايي انلاین پلورنځیو په وروستیو کلونو کې په ټیټ قیمت باندې د مروجو لباسونو او نورو توکو د پلورلو له کبله په نړیواله کچه شهرت موندلی دی.

ددغو شرکتونو شهرت ددې لامل شوی چې د دوی د سوداګرۍ د اصولو او معیارونو په اړه په جنوبي کوریا، اروپايي اتحادیې او نورو ځایونو کې پلټنې زیاتې شي. په ځانګړي ډول جنوبي کوریا هره اونۍ د ګڼ شمیر هغو توکو کیفیت معاینه کوي چې په انلاین بڼه پلورل کیږي.

په سیول کې په دغه ډول یو وروستي تفتیش کې، د شین، تیمو او علي اکسپرس ۱۴۴ مختلف توکي پلټل شوي او معلومه شوې چې ددغو درې شرکتونو یو شمېر توکو قانوني معیارونه ندي پوره کړي.

د شین په بوټانو کې د "فتالېټس" په نوم کیمیاوي مادې زیاته اندازه موندل شوې. دغه ماده په پلاستيک کې د انعطاف د زیاتولو لپاره کارول کیږي چې په ځینو چینايي بوټانو کې یې اندازه له قانوني حد څخه ۲۲۹ ځله زیاته ښودل شوې ده.

په سیول کې د عامې روغتیا یو چارواکي فرانس پرس ته وویل چې "په پلاستیک کې ګډ شوي فتالېټس د انسان پر جنسي توان ناوړه اغېز کوي، د سپرم شمیر کموي، او کولی شي د وخت څخه مخکې زیږون لامل شي."

دغه چارواکي زیاته کړه چې دا کیمیاوي مواد "د سرطان نړیوال انسټیټیوټ لخوا په انسانانو کې د سرطان رامنځته کوونکي په توګه طبقه بندي شوي، نو د انسان له بدن سره یې د دوامدار تماس د مخنیوي لپاره باید ځانګړې پاملرنه وشي."

له شین څخه پېرل شویو د نوکانو په رنګ کې په زیاته اندازه د "ډای اکسین" په نوم سرطان زیږونکي کیمیاوي مواد موندل شوي چې دغه ماده کولی شي د ځګر مسمومیت رامنځته کړي.

شین فرانس پرس ته ویلي چې له دریمګړو مفتشینو سره همکاري لري ترڅو ډاډ ترلاسه کړه چې د دوی پر وبسایټ باندې خرڅېدونکي توکي د شین د خوندیتوب معیارونه پوره کوي.

د سیول چارواکو له تیمو څخه د پېرل شویو څپلیو په تلیو کې د سربو اندازه له ټاکلي حد څخه ۱۱ ځله ډیره موندلې ده.

تیمو په دې اړه د فرانس پرس پوښتنو ته سمدستي ځواب ندی ویلي.

جنوبي کوریا په تفتیش کې د پاتې راغلیو توکو پر خرڅلاو باندې د بندیز غوښتنه کړې ده.

اروپايي اتحادیې د اپریل په میاشت کې شین د هغو انلاین شرکتونو په لیست کې شامل کړ چې د پېرونکو د حفاظت په خاطر د اتحادیې لخوا یې د توکو دوامدار تفتیش کیږي.

شین او تیمو د علي بابا د شرکت په څېر د امریکا په مارکېټ کې شهرت موندلی او امریکايي انلاین شرکت امازون په وړاندې یې سیالي رامنځته کړې ده.